د بدخشان ځينې اوسېدونکي وايي، چې طالبانو د پخواني حکومت پر مهال د ناصر خسرو مقبرې په ګډون یو شمېر تاریخي ځایونه او مقبرې ویجاړې کړې وې. ورته مهال بدخشان کې د طالبانو د چارسمبالي حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، دا مقبره تېرو جګړو کې ویجاړه شوې ده.
د بدخشان د یمګان ولسوالۍ اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې یاد شي ۸صبح ورځپاڼې ته وویل: «تېر کې د حکیم ناصر خسرو مقبرې ځینې برخې د طالبانو کسانو له لوري ویجاړې شوې وې. هغوي غوښتل دې تاریخي ځای ته اور ورته کړي، خو وروسته یې پام شو چې د مقبرې پر سقف د قران کریم آیاتونه لیکل شوي، له همدې کبله یې مقبرې ته اور ورته نه کړ؛ خو ځینې برخې یې ویجاړې کړې.» نوموړي زیاته کړه، له هغې وروسته ځينو کسانو چې د تاریخي آثارو قاچاق کوونکي وو، په وار وار یې د دې تاریخي ځای په ځينو برخو کې لاسوهنه کړې او د ناصر خسرو د قبر ترڅنګ د دوو نورو قبرونو ځینې برخې یې ویجاړې کړې دي. د یمګان ولسوالۍ دې اوسېدونکي وویل: «ځینې ناخبره او متعصب کسان هم شته، چې خلک د تاریخي ځایونو ویجاړلو ته هڅوي. له بلې خوا دا ځایونه ساتونکي نه لري او ساتنه یې نه کېږي.»
د بدخشان فرهنګیان د دې ځایونو له ویجاړېدو اندېښنه ښيي او د طالبانو له چارسمبالي حکومته غوښتنه کوي، چې د بیارغونې لپاره یې لاس په کار شي.
بدخشان کې فرهنګي فعال عبدالبصیر وثیق ۸صبح ورځپاڼې ته وویل: «حکیم ناصر خسرو بلخي په پاړسي دري ژبه کې څو بعٌدي شخصیت لري. د دې په څنګ کې چې یو لوی شاعر و، یو لیکوال، حکیم او ستورپېژندونکی هم و؛ خو هغه یې بدخشان کې د مذهب په انزاو کې راګیر کړی او څنګه چې اړینه ده، تراوسه په افغانستان او پاړسي دري ژبې په برخه کې وپېژندل شي، نه دی پېژندل شوی. ناصر خسرو بدخشان کې د مذهبي رهبر ترڅنګ له اسلام دین څخه ځانګړې قرائت لاره او د پاړسي دري ادبیاتو په برخه کې یې ارزښتمن کارونه کړې دي.»
وثیق زیاته کړه، د نوموړي د «چلهخانې» ترڅنګ د «ګرمآبه» خونې هم وې، له دې ښکاري چې ناصر خسرو د طبابت کارونه هم کول او له دې ګرمآبو څخه څېړونکو هم یادونه کړې ده؛ خو په دې تړاو پراخې څېړنې شوې نه دي. دغه فرهنګي فعال وویل، د ناصر خسرو مقبرې کې کوم تاریخي آثار لکه کتابونه، خطي قران کریم، د پادشاهانو فرمانونه او نور ارزښتمند آثار د څو لسیزو جګړو پر مهال له منځه تللي یا غلا شوي دي. د وثیق په خبره، اوسمهال یوازې د مقبرې څلور دیواله پاتې دي او که دې ته هم پام ونه شي، دا به هم له منځه لاړ شي.
عبدالبصیر وثیق زیاته کړه: «له حکومته او ادارو څخه چې دې برخه کې کار کوي غوښتنه کوو، چې بدخشان کې د تاریخي ځایونو په ځانګړې توګه د ناصر خسرو مقبرې بیارغونه کې پاملرنه وکړي؛ ځکه دا د هېواد معنوي او ارزښتناکه پانګه ده.»
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د یو شمېر موسسو په همکارۍ یو پلاوی ټاکلی او دا پلاوی د ناصر خسرو مقبرې ته د ارزونې په موخه تللی دی. دغه ریاست د یوې ویناپاڼې په خپرولو ویلي: «د فرهنګي مسوولانو او همکارو موسسو په ګډون یو ټيم د ناصر خسرو مقبرې د ارزونې په موخه تللی دی. د دې مقبرې ځینې برخې د تاریخي آثارو د مافیا له لوري ویجاړې شوې وې. تاریخي آثار د ملتونو هویت په ډاګه کوي او خلک دې د ساتنې په موخه جدي همکاري وکړي.»
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د دې مقبرې د ساتنې په موخه یو ساتونکی هم ګومارلی دی. دې ویناپاڼه کې د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ د رییس له قوله لیکل شوي: «د تاریخي آثارو مافیا غوښتل، د ناصر خسرو مقبره چې ۴۷۲ هجري قمري کال کې د بدخشان یمګان کې وفات شوی، تخریب او شته تاریخي آثار غلا کړي، چې له نیکه مرغه توانېدلي نه دي، هغه ځای کې چې حکیم خښ دی څه ترلاسه کړي.»
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د معلوماتو له مخې د حکیم ناصر خسرو مقبره په لومړي ځل ۱۱۰۹ هجري قمري کال کې ورغول شوه. دویم ځل په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د آغاخان مرکزي دفتر له لوري سروې شوه او کارونه یې د تاریخي قدمت په ساتلو په ۲۰۱۴ میلادي کال کې بشپړ شول. د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ژمنه کړې، چې د تاریخي قدمت په ساتلو به یې ډېر ژر ویجاړې شوې برخې ورغوي.
حکیم ناصر خسرو قبادیاني بلخي د هېواد یو لوی شاعر او لیکوال دی، چې په بېلابېلو برخو کې آثار لري. نوموړی د بلخ اصلي اوسېدونکی و، خو د ژوند وروستي کلونه یې د بدخشان یمګان ولسوالۍ کې تېر کړل. خلک د هغه مقبره د «حضرت سعید» په نوم هم پېژني.