۸صبح، ننګرهار: په ننګرهار کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د څو کسانو ترمنځ له لفظي شخړې روسته یو هلک ووژل شو.
دا پېښه شنبه د کب پر ۲۶مه د سهار شاوخوا ۱۱:۰۰ بجې په سرهرود ولسوالۍ کې شوې ده.
سرچینې زیاتوي چې په دې پېښه کې یو بل کس ټپي شوی هم دی.
وژل شوی کس کامران او ټپي شوی کس منصور نومېده.
د سرچینو په خبره، دا پېښه د منصور، کامران او یو بل کس ترمنځ د شخړې پرمهال رامنځته شوې ده.
سرچینو بیا د دغه کس د وژل کېدو د څرنګوالي په اړه څه ونه ویل.
ورته مهال، په ننګرهار کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلي هم د دې پېښې پخلی کړی او ویلي دي چې تورن یې نیولی دی.
نوموړي د پېښې په اړه نور جزییات ورنه کړل.
دا په داسې حال کې ده چې پرون په ننګرهار کې د ځمکې پر سر د دوو کورنیو ترمنځ د وسلهوالې نښتې په پاېله کې درې کسان ووژل شول او دوه نور ټپيان شول.