له څه مودې راهیسې په رسنیو کې د طالبانو پر خپل منځي اختلافاتو تبصرې روانې دي او د دغو اختلافاتو د پایلو په اړه بېلابېل اټکلونه وړاندې کیږي. ان په کابل کې د احتمالي کودتا خبره هم شوې ده. په دې وروستیو کې یو شمېر طالب مشرانو په علني غونډو کې پر اوسني وضعیت او د دغې ډلې د مشرتابه پر سیاستونو نیوکې کړې دي. ځینې بهرنۍ کړۍ تبلیغ کوي چې د طالبانو په دننه کې داسې کسان شته چې که فرصت ورکړل شي، د داسې نظام د جوړولو لپاره به جدي ګامونه پورته کړي چې نړیوالې ټولنې ته د منلو وړ وي او په رسمیت وپیژندل شي. په طالبانو کې دننه ځینې کسان هڅه کوي چې په خپلو دریځونو سره دغه تصور پیاوړی کړي. خو که تېر د قضاوت لپاره معیار وي باید د طالبانو له دننه د مثبت بدلون هیله ونه کړو. په سیاسي برخه کې د دې ډلې شاوخوا درې لسیزې حضور باید پر دې پوهېدو ته کافي وخت وي چې فکري ریښې، ټولنیز مقام او مالي او استخباراتي ملاتړي یې دې ډلې ته د کومو کارونو امکان برابروي او باید ترې څه تمه وشي.
په لومړۍ دوره کې چې کله طالبان میدان ته راووتل، ویل کېدل چې د ظاهرشاه د پلویانو په ګډون غیر طالب ځواکونه پکې حضور لري او کله چې واک ته ورسېږي، په ټول هېواد کې به یو قانوني حکومت جوړ شي او طالبان به بېرته خپلو مدرسو ته ستانه شي. د طالبانو د مشرانو او قوماندانانو د هویت نه څرګندېدو عجیبو ګنګوسو او تبلیغاتو ته زمینه برابره کړې وه. د هغوی په ډله کې د ملا برادر په څېر یو شمېر مرموزو نومونو ته چې اوس هم د ځینو بهرنیو کړیو او په کور دننه غولېدلو کسانو لپاره د هیلې سرچینه ګرځېدلې ده، عجیب او غریب هویتونه جوړېدل، یو یې د پاکستان کرنیل، بل یې خلقي کادر او ځیني یې د ظاهرشاه نفوذيان او په لویدیځ کې د لېبرال ځواکونو لاسپوڅي بلل کیدل. د سیاسي ګوندونو او تنظیمونو تر منځ هم دا ډول خبرې ډېرې کېدې او ډېره انرژي او وخت یې پرې ضایع کاوه. خو د طالبانو فعالیت وښوده چې دا ډله د یوه داسې ټولنیز- سیاسي خوځښت استازیتوب کوي چې له څو کلونو راهیسې یې د سیسټماتیک تبلیغاتو او پراخ مالي ملاتړ له امله زموږ په سیمه کې جرړې غځولې دي او د کلیو پراخې پرګنې او محروم ښاریان جلب او جذب کوي، نړیوال او سیمه ییز متحدین لري او د نړۍ او ژوند په اړه د وحشتناکو ذهني توهماتو ښکار ګرځيدلي دي.
دا وروسته پاتې ځواک او ورانوونکی ظرفیت د مالي هڅونو او سیاسي تسلیمیو په مټ نه کابو کیږي او اعتدال ته نه راګرځي، بلکې لا پیاوړی او ویجاړونکی کیږي. د یو شمیر ځواکمنو طالبانو انفرادي لېوالتیاوې د دې ډلې تګلوری چې د شتوالي لامل یې نفي او ورانول دي او په فکري نظام کې یې جوړول او آبادول ځای نه لري، نه شي بدلولای او دا ډله چې له نړیوالې ترهګرۍ او جهاد سره تړلې ده او په تور او مافیايي اقتصاد روږدې ده، ناببره د هېواد د اداره کولو او رهبرۍ په صلاحیت لرونکي سیاسي ځواک نه شي بدلیدای. که داسې ارماني بدلون شونی هم وي، د تسلیمۍ او مالي او سیاسي امتیازاتو د ورکولو له لارې نه ترلاسه کیږي، بلکې د طالبانو ډله د هرې ټولنیزې ښکارندې په څیر باید یا په زور او پر وړاندې یې د مبارزې او پاڅون له لارې له منځه ولاړه شي او یا باید پرېښودل شي چې ورو ورو او په یوه دردناکې او اږودې دورې کې د ټولنې له دننه واقعیتونو سره په مخ کېدو سره هضمه شي.
د طالبانو له دننه نه د مثبت بدلون هیله تېروتنه ده. دا ډله په خپلو اوسنیو عناصرو او ریښو سره د مثبت ګام پورته کولو ظرفیت نه لري. طالبان یو شریر ځواک دی او د افغان ولس لپاره د طالبانو له تورې دورې نه د تېرېدو لپاره له پاڅون او مبارزې پرته بله لاره نه ترسترګو کیږي. که د دې ډلې ترهګریز موخې، وحشیانه کړنې او د بدلون پر وړاندې سرسختۍ چې په نږدې دریو لسیزو کې یې شاهدان و، یوې خوا ته پرېږدو، وروستی یو نیم کال د طالبانو د بدلیدو د خیالي هیلو په تړاو ډیر درسونه راکوي. که د طالبانو مخالفين منظم نه شي او د ملا هبت الله پروړاندې د سراج الدين حقاني د اعتراض او د ملا برادر او نورو د ناخوښۍ خبرو ته بوڅ غوږونه پاتې شي، نو د هېواد په بربادۍ کې به ونډه واخلي او راتلونکي نسلونه به نه يوازې پر طالبانو لعنت وايي، بلکې په زرګونو هغو سیاسي کسان به هم لعنت ووايي چې د امکاناتو خاوندان دي خو د هېواد د بربادۍ او د خلکو د کړاوونو نندارې ته ناست دي.