۸صبح، بلخ: بلخ کې سیمهییزې سرچینې وایي، چې د بلخ په دهدادي ولسوالۍ کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ودانۍ اور اخیستی دی.
ځایي سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې دغه اورلګېدنه شنبه ماښام د سلواغې پر لومړۍ نېټه شوې ده.
په همدې حال کې په دهدادي کې د طالبانو له امنیه قوماندانۍ یوه باوري سرچینه وایي، چې اورلګېدنه د دې قوماندانۍ په مالي او اداري څانګه کې شوې او ټول مالي او اداري اسناد سوځېدلي دي.
بلخ کې طالبانو د دهدادي ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ په ودانۍ کې اورلګېدنه تایید کړې او ویلي یې دي، چې پېښه د برېښنا د شارتۍ له امله شوې ده.
د ویلو ده، چې تر اوسه روښانه نه ده دا اورلګېدنه په قصدي ډول د مالي او اداري اسنادو د سوځولو لپاره وه یا ناڅاپي پېښه ده.