۸صبح، ننګرهار: ننګرهار کې ځايي طالب مسوولان د دغه ولایت په مرکز جلال اباد کې د خاوند له لوري د خپلې مېرمنې د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ ویاند رییس زابلي ویلي، چې نن یکشنبه د زمري پر ۹ د جلال اباد په اتمه ناحیه کې خلیل جانان خان خپله مېرمن وژلې ده.
تر اوسه د دې پېښې لامل روښانه نه دی؛ خو طالب مسوولانو ویلي، چې قاتل یې له سیمې د تېښتې پر مهال نیولی دی.
تر ډېره د دا ډول پېښو لامل کورنۍ ستونزې بلل کېږي.
د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې هم په دغه ولایت کې یوې مېرمنې د لېوره په همکارۍ خپل مېړه وژلی و.