۸صبح، ننګرهار: په ننګرهار کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې یو کس خپله مېرمن وژلې ده.
دا پېښه یکشنبه د کب پر ۲۷مه د جلالاباد ښار په اتمه ناحیه کې شوې ده.
د سرچینو په خبره، وژل شوې ښځه او مېړه یې د درهنور ولسوالۍ و چې په جلالاباد ښار کې یې ژوند کاوه.
دا ښځه د درېیو ماشومانو مور وه.
سرچینو د دې پېښې لامل کورنۍ تاوتریخوالی بللی دی.
تر دې دمه په ننګرهار کې ځايي طالبانو څه ویلي نه دي.
په دې وروستیو کې د هېواد په یو شمېر سیمو کې جنايي پېښې ډېرې شوې دي.
تېره ورځ په فاریاب کې هم یوه ۳۰ کلنه ښځه د خپل ورور له خوا د چړو په ګوزارونو وژل شوې وه.