۸صبح، کابل: په ننګرهار ولایت کې یوه باوري سرچینه وايي، طالبانو د جلالاباد ښاروالۍ د تخنیکي او سکټوري خدمتونو په ریاست کې د دې ډلې ټاکل شوی مشر هدایتالله صداقت د «مالي او اداري فساد» په تور له دندې ګوښه کړی دی.
دغه سرچینه ۸صبح ورځپاڼې ته تاییدوي چې هدایتالله صداقت د یکشنبې ورځ، مرغومي په ۱۷مه له خپلې دندې ګوښه شوی دی.
د سرچينې په وينا، صداقت د طالبانو يوه پلاوي له لوري چې له کابل څخه ننګرهار ولايت ته لېږل شوى و، په مالي فساد تورن او له دندې ګوښه شوى دى.
هدایتالله صداقت څو میاشتې وړاندې د طالبانو له لوري د جلال اباد ښاروالۍ د تخنیکي او سکتوري خدمتونو د مشر په توګه ونومول شوی و.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
تر دې مخکې د فاریاب ښاروال د طالبانو له لوري د مالي فساد په تور نیول شوی و.
دا په داسې حال کې ده چې طالب مشرانو تل په هېواد کې د دې ډلې تر کنټرول لاندې دفترونو کې د فساد ادعاوې رد کړې دي.