۸صبح، کابل: عباس عليزاده یا د افغانستان بروسلي وایي، چې ټاکل شوې سږ کال د هالیووډ په فلمونو کې رول ولوبوي.
تورنټو سټار دوشنبه د مرغومي پر نولسمه نېټه په یوه راپور کې د افغانستان پر بروسلي مشهور عباس عليزاده د ژوند د هسکو او ټیټو په اړه ویلي دي.
عليزاده له تورنټو سټار سره په خبرو کې ویلي، چې د طالبانو تر ولکې لاندې له یو کال پټ ژوند وروسته له تر ۳۰ زیاتو نورو ورزشکارانو سره یو ځای بریتانیا ته لېږدول شوی دی.
عباس عليزاده چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې یې د سویلي او مرکزي اسیا په هېوادونو کې په څو سینمایي او تبلیغاتي فلمونو کې رول لوبولی، ویلي چې ټاکل شوې د هالیووډ سینما ته دننه شي.
دغه افغان ورزشکار چې د هانګکانګ د رزمي ورزشکار بروسلي له ورزش څخه په نمونې اخیستو مشهور شو، ویلي یې دي چې د ۲۰۲۳ کال په نیمایي کې د بالیووډ د هغه فلم د جوړولو چارې پیلېږي، چې نوموړی پکې رول لوبوي.
عليزاده د دغه فلم او د خپل رول په اړه زیات معلومات نه دي وړاندې کړي او ویلي یې دی، چې اوسمهال د دې اجازه نه لري. هغه ویلي، د هالیووډ په فلمونو کې کار کول یې یوه هیله وه.
عباس عليزاده په ۲۰۱۴ کال کې د خپل ورزشي بهیر د انځورونو له خپرولو وروسته د افغانستان پر بروسلي مشهور شو.