د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وايي چې د سولې هڅې حساس او برخلیک ټاکونکي پړاو ته رسېدلې او تلپاتې او باعزته سولې ته د رسېدو لپاره، د سیمې او نړیوالې ټولنې دوامداره همکارۍ ته اړتیا ده چې طالبان جدي مذاکراتو ته اړ کړي.
د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس دا څرګندونې د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع د پیاوړتیا په پنځمه آنلاین ناسته کې کړې دي.
دغه ناسته د غبرګولي په اتلسمه نېټه د بهرنیو چارو د وزیر محمد حنیف اتمر، د سولې په چارو کې د دولت د وزیر سعادت منصور نادري، د دولت د مرکچي پلاوي رییس محمد معصوم ستانکزي او په کابل کې د یو شمېر هېوادونو سفیرانو او د نړیوالو سازمانونو استازو ګډون کړی وو.
عبدالله په دغه ناسته کې په هېواد کې د سولې مذاکراتو په بهیر کې د تاوتریخوالي د زیاتوالي او جګړې د پراختیا په اړه اندېښنه څرګنده کړې او په افغانستان کې یې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو او دایمي اوربند غوښتنه کړې ده.
د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس ویلي: «موږ باوري یو چې د افغانستان جګړه پوځي حل لاره نه لري، د سولې لپاره د افغانستان د اسلامي جمهوریت ژمنه پرخپل ځای ده، که شرایط بل ډول شي او د خبرو او جګړې د پای ته رسولو لپاره له اوسني فرصته سمه استفاده ونه شي، له هېواده د دفاع لپاره بشپړ چمتووالی لرو.»
په دغه ناسته کې د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر، د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري، د دولت د مرکچي پلاوي رییس محمد معصوم ستانکزي، په کابل کې میشتو سفیرانو او د نړیوالو سازمانونو استازو هم ویناوې وکړې او په هېواد کې یې د سولې د راتلو پر اړتیا ټینګار وکړ.