• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۲ تله ۱۴۰۵ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

افغان سوداګرو ته د میلیونونه افغانیو زیان اوښتل؛ د پاکستان د لارې تړل کېدو سوداګري په ټپه درولې ده

ایلیا ایلیا
۲۲ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791972038]
Reuters

Reuters

یو شمېر افغان سوداګر وايي، په تېر یوه کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ درېدو میلیونونه افغانۍ مالي زیانونه ور اړولي دي. دوی زیاتوي چې د دې وضعیت له امله اړ شوي د خپلو سوداګریزو فعالیتونو یوه برخه ودروي او د کارکوونکو شمېر راکم کړي. د دوی په وینا، د سوداګریزو لارو تړل کېدل نه یوازې د دوی د سوداګریزو تړونونو د له لاسه ورکولو لامل شوي، بلکې اړ کړي یې دي چې له بدیلو او ډېر لګښت لرونکو لارو هم کار واخلي.

دغه سوداګر له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي چې د چوپو په لېږد کې ځنډ، د توکو خرابېدل او د لېږد لګښتونو زیاتوالی له هغو مهمو ستونزو دي چې دوی د بدیلو لارو د کارولو پر مهال ورسره مخ دي. دوی له پاکستان سره د سوداګریزو لارو د بېرته پرانیستل کېدو غوښتنه کوي او ورسره هممهاله ټینګار کوي چې افغانستان باید خپلې ترانزیټي لارې هم متنوع کړي.

د هېواد یو سوداګر ګدا محمد کوهدامني وايي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو له تړل کېدو د یوه کال په تېرېدو سره، نوموړی او نور سوداګر له درنو مالي زیانونو سره مخ شوي دي. هغه زیاتوي چې د دغو لارو تر تړل کېدو مخکې یې هره ورځ پاکستان ته له درېیو تر څلورو ټېلرونو   پورې توکي صادرول، خو اوس یې سوداګریز فعالیتونه کم شوي دي. د هغه په وینا، سوداګرو په تېر یوه کال کې د توکو د لېږد لپاره بدیلې لارې غوره کړې دي، خو لوړ لګښتونه، په دروازو کې ګڼه‌ګوڼه او د بارونو په رسېدو کې ځنډ ورته نوې ستونزې پیدا کړې دي.

دغه سوداګر وايي: «د پاکستان د لارې تر تړل کېدو مخکې مو هره ورځ له څلورو تر پنځو باروړونکو موټرونو ته بارونه پورته کول او د هر موټر د توکو د راټولولو، بسته‌بندۍ او بارولو لپاره مو له ۳۵ تر ۴۰ کارګرانو ته اړتیا لرله؛ خو اوس هغه کارګران چې هر کال یې راسره کار کاوه، بې‌کاره شوي دي. موږ هم د مجبوریت له مخې د خپل شرکت او دوکانونو یو شمېر کارکوونکي اېستلي دي.»

د هېواد بل سوداګر یمین وطن‌یار د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو نه پرانېستل کېدل د دواړو هېوادونو په ګټه نه بولي. هغه وايي چې طالبان او پاکستاني چارواکي باید سیاسي اختلافات له سوداګرۍ جلا کړي او د لارو د بېرته پرانیستلو لپاره اقدام وکړي. د هغه په باور، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ بیا پیلېدل د سوداګرو او بڼوالو د وضعیت په ښه کېدو کې مرسته کولای شي.

دغه سوداګر واي:« سوداګري باید له سیاسته جلا وساتل شي. پاکستان د افغانستان د مېوو او سبزیجاتو لپاره ښه بازار دی او افغانستان هم د پاکستان د محصولاتو لپاره ښه بازار دی. تېر کال د پاکستان د لارې له تړل کېدو وروسته، د مڼو او انګورو په سوداګرۍ کې شاوخوا ۳۵۰ زره ډالره زیان راورسېد. دا د خلکو پیسې وې او اوس د بڼوالو او صرافانو پوروړي یو.»

د هېواد بل سوداګر احمدشاه یارزاده وايي چې په تېر یوه کال کې د پاکستان د سوداګریزې لارې تړلې پاتې کېدو د افغانستان د توکو صادرات بهرنیو بازارونو ته له ستونزو سره مخ کړي او د لېږد لګښتونه یې لوړ کړي دي. د هغه په وینا، د دغې لارې تر تړل کېدو مخکې د پاکستان له لارې هند ته د توکو لېږد له ۱۰ تر ۱۵ ورځو وخت نیوه او د هر واحد توکي لګښت ۲۵ سېنټه و؛ خو اوس د ایران له لارې د توکو لېږد شاوخوا دوې میاشتې وخت نیسي او لګښت یې له ۷۰ تر ۸۰ سېنټو پورې رسېدلی دی.

دغه سوداګر وايي: «د پاکستان د لارې تر تړل کېدو مخکې هند ته د توکو لېږد له ۱۰ تر ۱۵ ورځو وخت نیوه او لګښت یې ۲۵ سېنټه و؛ خو اوس د ایران له لارې لېږد شاوخوا دوې میاشتې وخت نیسي او لګښت یې له ۷۰ تر ۸۰ سېنټو پورې لوړ شوی دی. دې وضعیت زموږ صادرات له جدي ستونزو سره مخ کړي دي. هیله لرو چې د پاکستان او ایران سوداګریزې لارې بېرته عادي حالت ته راوګرځي.»

د هېواد بل سوداګر غلام‌یحیی مشکواڼی وايي چې د توکو د لېږد د لارو اوږدېدل بهرنیو بازارونو ته د افغان سوداګرو لاسرسی سخت کړی دی.

مشکواڼی زیاتوي: د پاکستان د لارې تر تړل کېدو مخکې له تورخمه واګه ته د توکو لېږد اووه ورځې او له چمنه ۱۳ ورځې وخت نیوه او د هر کیلوګرام د لېږد لګښت له ۲۰ تر ۲۵ سېنټو پورې و؛ خو اوس دا لګښت دوو ډالرو ته لوړ شوی دی. بدیلې لارې هم د ډېر وخت نیولو له امله سوداګرو ته ګڼې ستونزې پیدا کړې دي.»

په همدې حال کې، یو شمېر اقتصادي کارپوهان وايي چې د پاکستان د سوداګریزو لارو نه پرانیستل کېدو، سره له دې چې د کورنیو تولیداتو د پراختیا او د بدیلو لارو د کارولو زمینه یې برابره کړې، د افغانستان سوداګري له جدي ستونزو سره مخ کړې ده.

د اقتصادي چارو یو کارپوه عبدالناصیر رښتیا وايي چې د پاکستان د سوداګریزو لارو تړل کېدو د افغانستان په سوداګرۍ کې د ګډوډۍ او د ځینو توکو د بیو د لوړېدو ترڅنګ، له دغه هېواد سره د اتکا د کمولو او د بدیلو لارو د موندلو فرصت هم برابر کړی دی. هغه زیاتوي چې افغانستان د دې اتکا د کمولو لپاره باید کورني تولیدات پراخ کړي او د سیمې د وسپنې پټلۍ له شبکو سره په نښلېدو سره نړیوالو بازارونو ته خپلې د لاسرسي لارې متنوع کړي.

رښتیا وايي:« د پاکستان د لارې تړل کېدل هم یوه ستونزه وه او هم یو فرصت؛ ځکه له یوې خوا یې د افغانستان سوداګري ګډوډه کړه او د ځینو توکو بیې لوړې شوې، خو له بلې خوا یې زمینه برابره کړه چې افغانستان له نویو لارو سره بلد شي او ځینې هغه توکي چې له پاکستانه یې واردول، په خپله دننه هېواد کې تولید کړي.»

داقتصادي چارو دغه کارپوه ټینګار کوي:« له پاکستان سره د افغانستان اتکا هغه مهال کمېدای شي چې د سیمې د وسپنې پټلۍ له شبکې سره ونښلول شي؛ ځکه افغانستان په وچه کې راګیر هېواد دی او نړیوالو بازارونو او د سیمې هېوادونو ته د لاسرسي لپاره بېلابېلو ترانزیټي لارو ته اړتیا لري.»

د اقتصادي چارو بل کارپوه، میر شکیب میر وايي چې افغانستان د اقتصادي زیان ګالۍ د کمولو لپاره باید خپلې ترانزیټي لارې متنوع کړي او پر یوې لارې اتکا راکمه کړي. د هغه په وینا، د هوايي ترانزیټ د زېربناوو پراختیا کولای شي د توکو د لېږد لپاره نور انتخابونه برابر او سوداګریز لګښتونه کم کړي. هغه خبرداری ورکوي چې پر یوې لارې ډېره اتکا د سیاسي کړکېچونو او د سوداګرۍ د ګډوډۍ پر وړاندې د افغانستان اقتصاد زیان‌منوي.

ښاغلی میر وايي:«موږ باید خپلې سوداګریزې لارې متنوع کړو او هېڅکله باید د خپلې سوداګرۍ له ۱۵ سلنې ډېره برخه پر یوې لارې پورې ونه تړو؛ ځکه د هغې لارې درېدل یا زیانمنېدل زموږ د هېواد سوداګري له ستونزو سره مخ کولای شي.»

پاکستان د ۲۰۲۵ کال د اکټوبر پر ۱۲مه ډیورنډ کرښې ته نږدې سیمو کې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ له نښتو وروسته، د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې او تګ راتګ لارې وتړلې. د دغو لارو تړل کېدو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري ګډوډه کړه او افغان سوداګر یې د توکو د لېږد د لګښتونو له زیاتوالي، د بارونو په رسېدو کې له ځنډ او د پاکستان بازار ته د لاسرسي له محدودېدو سره مخ کړل.

د دې وضعیت له امله یو شمېر افغان سوداګرو د خپلو توکو د لېږد لپاره بدیلې لارې په ځانګړې توګه د ایران لار غوره کړې ده؛ خو د لېږد د مودې اوږدېدو، په دروازو کې ګڼه‌ګوڼې او د ژر خوسا کېدونکو توکو د خرابېدو له امله د لېږد لګښتونه او خطرونه زیات شوي دي.

د سوداګریزې لارې په داسې حال کې تړلې دي چې د اسلام‌اباد او طالبانو ترمنځ امنیتي اختلافات لا هم پر خپل ځای دي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینو په لوګر کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ اړوند سیمه کې د چاودنې خبر ورکړی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سراج‌الدین حقاني په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژدافیر سره وکتل

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په کونړ کې د جنګي جېټ الوتکو ګزمې او د کابل پر اسمان د بې‌پیلوټه الوتکو الوتنې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.