• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۷ لړم ۱۴۰۵ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

۸صبح ۸صبح
۶ لړم/عقرب ۱۴۰۰ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۱ [t_time:1635406096]

۸صبح، کابل: د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي پخواني استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان د پاشل کېدو خبرداری ورکړی او د جوبایدن له دولته یې غوښتنه کړې، چې د پاشل کېدو د مخنیوي په موخه دې له طالبانو سره تعامل وکړي.

خلیلزاد د چهارشنبې پر ورځ د لړم پر پنځمه واشنګتن کې «د نړیوالې سولې لپاره د کارنګي بنسټ» سره په خبرو کې ویلي، امریکا دې په افغانستان کې د انساني ناورین د کموالي په موخه له طالبانو سره کار وکړي.

نوموړي پخوانی ولسمشر اشرف غني د دغو ستونزو او ناورین د رامنځته کېدو پړ بللی او ویلي دي، چې امریکا دې له طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو په موخه هڅه وکړي.

خلیلزاد د طالبانو د حکومت د پرځېدو خبرداری ورکړی او زیاته کړې ده، که مرسته ونه شي، دا ماتې به «لوی انساني ناورین» رامنځته او د زرګونه افغانانو د کډوالۍ لامل به شي او همدارنګه به د سیمې د بې‌ثباتۍ او ترهګرو ډلو ته به د امن پر پټنځای بدل شي.

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني استازي ټينګار کړی، طالبان له امریکا سره د خپلو اړیکو د عادي کولو په لټه دي او له امریکا یې غوښتي، چې کابل کې خپل سفارت بېرته پرانېزي او مالي تحریم لغوه کړي. د نوموړي په خبره، طالبان افغانستان سره د اقتصادي مرستو غوښتونکي دي.

خلیلزاد زیاته کړې: «موږ باید له هغوي سره کېنو، ترڅو پر یوې لارې هوکړه وکړو، د بشري حقونو او له هغوي چې د کومو غوښتنو په لټه یو، په پام کې نیسي.»

نوموړي یو ځل بیا ټينګار کړی، چې طالبان بدل شوي او د دوحې هوکړې ته ژمن دي. هغه ويلي، طالبان ژمن دي، چې د افغانستان له خاورې به امریکا ته کوم ګواښ نه رامنځته کېږي.

خلیلزاد د طالبانو پر وړاندې د امریکا بدبیني پرځای بللې، خو ویلي دي، چې د ګوښه کېدو پر ځای دې له ډیپلوماسۍ کار واخیستل شي.

نوموړي د افغان امنیتي ځواکونو او پخواني ولسمشر پر ضعیفه کړنو نیوکه کړې او ویلي دي، غني باوري و چې د امریکا له شتون پرته طالبانو ته په پوځي ډګر کې ماتې ورکوي. د ده په خبره، له همدې امله یې د خپلې استعفا په اړه د طالبانو غوښتنو ته پام ونه کړ.

د خلیلزاد په باور، د غني ناسمه محاسبه دا وه، چې فکر یې نه کاوه امریکا په شاتګ کې جدي ده او هېڅکله به هم شاتګ ونه کړ.

طالبان د روان کال د زمري پر ۲۴ پر کابل واکمن شول. تراوسه نړۍ د هغوي حکومت په رسمیت پېژندلی نه دی او امریکا د افغانستان بانک ارزي زېرمې کنګل کړې دي. طالبانو په وار وار له نړۍ غوښتي، چې حکومت یې په رسمیت وپېژني او له هغوي سره د تعامل لاره خپله کړي.

نړیوالې ټولنې تراوسه دې غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړی نه دی او ویلي دي، چې له طالبانو سره د اړیکو په تړاو به په احتیاط ګام اخلي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

ټرمپ د ناقانونه کډوالو لپاره د فډرالي بودجې د کارولو د بندېدو فرمان لاسلیکوي
بهرني خبرونه

ټرمپ پنټاګون ته امر کړی چې د اټومي وسلو ازمایښتونه بیا پیل کړي

۸ لړم/عقرب ۱۴۰۴ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۵ [t_time:1761829688]
د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مایک والتز له خپلې دندې لرې کېږي
بهرني خبرونه

ډونالډ ټرمپ د روسیې د تیلو پر دوو لویو شرکتونو بندیزونه ولګول

۱ لړم/عقرب ۱۴۰۴ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۵ [t_time:1761225938]
افغان ایوک: د افغان متحدانو له پامه غورځول د امریکا امنیت کمزوری کوي
خبرونه

افغان ایوک: د افغان متحدانو له پامه غورځول د امریکا امنیت کمزوری کوي

۱۲ تله/میزان ۱۴۰۴ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۵ [t_time:1759590838]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • «پیسې راکړه، یا د مرګ په تمه اوسه»؛ د بشر نورزي د وراره د باج اخیستنې په اړه ټکان ورکوونکي روایتونه

    «پیسې راکړه، یا د مرګ په تمه اوسه»؛ د بشر نورزي د وراره د باج اخیستنې په اړه ټکان ورکوونکي روایتونه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د طالبانو ایډیولوژیکه تصفیه؛ د مخکیني حکومت څارنوالان څنګه له دندو ګوښه کېږي؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د پاکستان په لیلام کې د افغان سوداګرو پانګه؛ د طالبانو د سیاستونو بیه څوک پرې کوي؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د یوې بانکي تراژیدۍ خواشینوونکی پای؛ طالبان کابل بانک له «افغان ملي بانک» سره یوځای کوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.