۸صبح، کونړ: سیمهییزې سرچینې وايي چې جنګي جېټ الوتکې د کونړ فضا ته ننوتې او د دغه ولایت په ځينو ولسوالیو کې ګزمې کوي.
سرچینو شنبه ماښام د تلې پر ۱۸مه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل چې طالبان پر جنګي جېټ الوتکو ډزې کړې دي.
د سرچینو په خبره، د کابل پر فضا هم نامعلومې بې پیلوټه الوتکې ګرځي خو ویلې یې نه دې چې چا پورې اړوند دي.
له بلې خوا سیمهییزو سرچینو خبر ورکړی چې د پکتیا په ډنډ پټان او ځاځي اریوب ولسوالیو کې طالب او پاکستاني ځواکونو جګړه کړې او شېبه مخکې پای ته رسېدلې ده.
تر اوسه په دې نښته کې د اوښتو زیانونو په اړه معلومات نه شته.





