۸صبح، کابل: جنیوا کې د افغانستان استازولي وایي، چې په دغه هېواد کې کډوالۍ نوي اړخونه غوره کړي دي.
په جنیوا کې د افغانستان استازولۍ پر خپله ټویټرپاڼه چهارشنبه د سلواغې پر ۲۶ یوه ټویټ کې لیکلي: «افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال له دوهګونو چلندونو، غیرقانوني وژنو، جبري کډوالۍ او جنسیتي توپیر سره، بې ځایه کیدو نوي اړخونه غوره کړي دي.»
دغه استازولي د هغو کسانو لپاره، چې له افغانستان څخه وتلو او خوندیتوب ته اړتیا لري، د لا زیات ملاتړ غوښتنه کړې ده.
په افغانستان کې واک ته تر رسیدو وروسته طالبانو په پراخه کچه د پخواني حکومت عسکر نیولي، شکنجه کړي او وژلي دي او دا لړۍ لا هم روانه ده.
له خپلو سیمو څخه د خلکو په جبري توګه کډه کول او د ښځینه لاریون کوونکو نیول د طالبانو په واکمنۍ کې په افغانستان کې له بشري حقونو څخه د سرغړونې نور ډولونه دي.