۸صبح، کابل: د یوه بریټانوي بنسټ له لوري خپاره شوي معلومات څرګندوي، له نیمایی ډېر پناه غوښتونکي چې د کښتیو له دې خطرناکې لارې تېر شوي، یوازې له پنځو هېوادونو افغانستان، ایران، اریتریا، سوریې او سوډان څخه راغلي دي.
یورونیوز د چهارشنبې ورځ، د تلې میاشتې په ۱۲مه بریټانیا کې د پناه غوښتونکو د ملاتړ ادارې «کډوالو شورا» په حواله راپور ورکړی چې د ۲۰۲۳ کال د اګسټ تر پایه څلور زره ۶۹ افغانان او دوه زره ۲۵۰ ایرانیان د مانش کانال له لارې په کوچنیو کښتیو کې انګلستان ته رسیدلي.
له دې جملې څخه تر اوسه ۹۷ افغانانو او ۷۴ ایرانیانو ته د کډوالۍ حیثیت ورکړل شوی او تمه کېږي چې یو زرو ۶۶۵ افغانانو او یو زرو ۶۷۰ ایرانیانو ته هم پناه ورکړل شي.
د اوسني بهیر په دوام سره، ۲۰۲۳ کال کې د ۲۰ زره پناه غوښتونکو څخه چې د مانش کانال له لارې بریټانیا ته رسیدلي، له څلورو څخه درې تنه به یې د کډوالو په توګه وپیژندل شي.
دا د هغو کسانو په اړه د کډوالو شورا ترټولو لوړ اټکل دی چې په ۲۰۲۲ کال کې یې د کډوالۍ وضعیت ترلاسه کړی دی.
د شمېرو له مخې تېر کال د مانش کانال له لارې د ټولو پناه غوښتونکو شاوخوا دوه پر درېیمه برخې پناه اخیستې ده.
د انګلستان د کورنیو چارو وزارت له لوري خپاره شوي معلومات دا هم ښیي، له نیمایي څخه ډېر (۵۴٪) هغه کسان چې له خطرناکه کانال څخه تیر شوي یوازې د پنځو هېوادونو افغانستان، ایران، اریتریا، سوریه او سوډان څخه راغلي دي.
د البانیایانو په استثنا، د هغو خلکو شمیر چې په ۲۰۲۳ کال کې له دې کانال څخه تېر شوي د ۲۰۲۲ په پرتله لوړ و.
له افغانستان او ایران هېوادونو وروسته د ترکیې، اریتریا، عراق، سوریې، سوډان، هند، ویتنام او مصر وګړي په دغه نوملړ کې ځای لري.