۸صبح، کابل: د احمد شاه مسعود د وژل کېدو په ۲۱ تلین کې د بریتانیا په پارلمان کې لمانځغونډه جوړه شوه.
دغه مراسم د بریتانیا په پارلمان کې د الیسن ټولیس او پاټرېک ګرېډي په نومونو د دوو سکاټلنډي استازو په نوښت چهارشنبه د وږي پر ۱۶ ترسره شول.
دغه مراسم د بغلان په اندراب کې د مقاومت جبهې له جګړو د یوه لنډ فلم په خپرېدو پيل شول.
د ویلو ده، چې سبا د وږي ۱۸، د طالبانو ضد قوماندان احمد شاه مسعود د مړینې له ۲۱ تلین سره سمون خوري. هغه د ۱۳۸۰ کال د وږي پر ۱۸ د دوو عربو ترهګرو په ځانمرګي برید کې د تخار ولایت په خواجه بهاءالدین ولسوالۍ کې ووژل شو.