د لندن پر واټونو د افغان ماشومانو اعتراض؛ «موږ له زدهکړو مه بېبرخې کوئ»

۸صبح، کابل: لسګونه افغان ماشومانو، چې تازه له افغانستانه بریتانیا ته لېږدول شوي دي د لندن یوې څنډې ته د هغوی د لېږدولو په اړه د دغه هېواد د پرېکړې پروړاندې اعتراض کړی دی.
ګارډین جمعه د سلواغې پر ۱۴ راپور ورکړی، چې د اعتراض کوونکو ماشومانو شمېر ۱۵۰ ته رسېږي.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې دغه ماشومان د ۴۰ کورنیو دي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته له دې هېواده ایستل شوي دي.
دغو ماشومانو د دوی د کورنیو د لېږد په اړه د ګارډین له خوا د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت د پرېکړې له افشا کېدو وروسته د «هوټلونو ته نه، کورونو ته هو»، «ما بل هوټل ته مه لېږدوئ» او «موږ له زدهکړو مه لیرې کوئ» شعارونو په ورکولو سره د لندن پر ډاونینګ سړک اعتراض وکړ.
د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت د پرېکړې له مخې ټاکل شوې دغه کورنۍ د لندن په ۲۰۰ مایلۍ کې پرتې یورکشایر سیمې ته ولېږدول شي.
د اعتراض کوونکو ماشومانو کورنیو ویلي، چې نوي ځای ته یې د لېږدولو په صورت کې به د هغوی ماشومان چې له تیارې او ناپوهۍ څخه تښتېدلي دي د زدهکړو له نعمت څخه بېبرخې شي.
په همدې حال کې د محافظهکارانو ګوند او د لیډز لندن ښار د ټولنې غړې نورما هرینګټن د ښوونځي د چمتو کولو لپاره د اقدامونو د پيل خبر ورکړی دی.
د ویلو ده، چې د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت له افغانستانه د ایستل شویو وګړو د بیا مېشتولو بهیر پیل کړی دی. ویل کېږي چې ۹ زره افغانان بریتانیا ته له تلو وروسته لا هم په لنډمهاله توګه مېشت شوي او تمه کېږي، چې د روان زېږدیز کال تر پایه دایمي استوګنځیو ته د هغوی د لېږد بهیر پایته ورسېږي.