د بريتانيا او جاپان ترمنځ د ترټولو مهم امنيتي تړون لاسليکېدل

نړیوالو رسنیو د بریتانیا او جاپان د حکومتونو ترمنځ د ترټولو مهم امنیتي تړون د لاسلیکېدو خبر ورکړی دی.
الجزیرې خبر ورکړی، چې دغه مهم امنیتي تړون چهارشنبه د جنورۍ پر ۱۱ د لندن په برج کې د بریتانیا د لومړي وزیر ریشي سوناک او د هغه د جاپاني سیال فومیو کیشیدا ترمنځ لاسلیک شو.
د دغه تړون پربنسټ، بريتانوي او جاپاني پوځیان به د یو بل په هېوادونو کې د مېشتېدو له لارې روزنیز پروګرامونه او نور پوځي عملیات ترسره کړي.
د بریتانیا د لومړي وزير دفتر د دغه هېواد او جاپان ترمنځ نوی امنیتي تړون د دواړو هېوادونو ترمنځ «د وروستۍ پېړۍ تر ټولو مهم دفاعي تړون» بللی دی.
د جاپان او بريتانيا تړون د چین پر وړاندې د خپلو متحدینو د پیاوړتیا لپاره د توکیو د هڅو وروستۍ نښه ده.
جاپان چین د خپل امنیت لپاره ترټولو ستره سټراټېژیکه ننګونه بللې ده.
ویل شوي، چې د لندن او توکیو ترمنځ نوی پوځي تړون د چین پروړاندی د بریتانیا د چلند د پیاوړتیا ښکارندويي هم کوي. ریشي سوناک تر دې وړاندې د ۲۰۲۲ په نومبر کې د برتانیا ګټو ته د چین د سسټماټیکې ننګونې خبرداری ورکړی و.
دا په داسې حال کې ده، چې جاپان په دې وروستیو کې د شمالي کوریا او چین له ګواښونو سره د مقابلې لپاره د پوځي پیاوړتیا په موخه خپله لويه بودجه په ډاګه کړه، چې دغه هېواد يې په پوځي برخه کې په درېیم ترټولو ډير لګښت کوونکی هېواد بدل کړ.