د اټومي انرژۍ د نړۍوالې ادارې د عمومي مشر د نویو موندنو په هکله د رویټرز خبري اژانس د راپور له خپرېدو څو ساعته وروسته، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر ویلي چې د ایران اټومي پروګرام پراختیا لا هم د جدي اندېښنې وړ ده.
میلر دغه څرګندونې دوشنبه، د فبرورۍ پر ۲۶مه په یوه خبري ناسته کې کړې دي.
هغه زیاته کړې: «موږ د ایران د اټومي پروګرام د دوام په هکله په داسې لارو چې هېڅ معتبر غیرنظامي هدف نه لري، جدي اندېښمن یو.»
میلر د «لوړ غلظت سره د یورانیمو د تولید دوام» د دې لارو څخه یوه ښودلې ده.
د انرژی نړۍوالې ادارې مشر رافایل ګروسي په نوي محرمانه راپور کې ویل شوي چې د ایران د غني شوي یورانیمو زیرمې له ټاکلې هوکړې څخه ۲۷ برابره زیاتې شوې دي.
د رویټرز د راپور پر بنسټ، د اټومي انرژۍ د نړۍوالې ادارې مشر همداراز ویلي چې د ایران د ۶۰ سلنه غني شوي یورانیمو کچه کې د نومبر په پرتله ۵ سلنه کمښت راغلی دی.
ګروسي څه موده وړاندې ویلي وو چې که څه هم ایران په ۱۰۰ کې ۶۰ سلنه غلظت سره د یورانیمو غني کولو ته دوام ورکوي؛ خو داسې ښکاري چې په غزه کې د وروستۍ جګړې له پیل راهیسې یې د غني کولو کچه راټیټه کړې ده.