د پاکستان دیني مدرسو په تېرو شلو کلونو کې افغانستان له کړکېچ سره مخ کړ. دغو مدرسو او زده کوونکو یې په هغو فتواګانو سره چې صادرې یې کړې او په هغو مفتیانو سره چې ویې روزل، د افغان ولس د ارمانونو او د یوې ولسواکې، انساني او هوسا ټولنې د جوړولو لپاره د هغوی د هلو ځلو پر ضد جګړه وکړه. د افغانستان خلکو چې د نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه له امریکا او د ناټو له متحدینو یې مالي ملاتړ، مشورې او وسلې ترلاسه کولې، د هغه څه پر وړاندې ماتې وخوړه، چې افغان تندلارو له پاکستاني مدرسو او بالاخره د دغه هېواد له جنرالانو ترلاسه کول. دغه ماتې خورا سپکوونکې او ځوروونکې وه. د افراطیت او شاتګ استازو د زغم او پرمختګ پر استازو بریا ترلاسه کړه او د هغوی سپکاوی یې وکړ. دا وضعیت یوازې په افغانستان پورې محدود پاتې نه شو. پاکستان چې افغانستان ته یې ترهګر صادرول او مدرسو یې د ترهګرو او بنسټپالو د تولید د فابریکو په توګه فعالیت کاوه، اوس په ورته ستونزه کې راګیر دی. دې مسألې د پاکستان د ځواکمن پوځ په غوږ کې د جدي خطر زنګ ګړنګولی دی.
هغه مدرسې چې افغانستان او البته هند ته یې د ترهګرو د روزلو او صادرولو لپاره ملاتړ کېده، اوس د دغه اټومي هیواد له پوځ سره پر جګړې بوختې دي. دغه مدرسې او زده کوونکي يې تر هغې وروسته چې په افغانستان کې يې پر مدنیت او پرمختيا برياليتوب تر لاسه کړ، اوس هم د لا ځواک لپاره انګېزه لري او دغه راز یوې بوختیا ته اړتیا لري چې خپل فارغان پرې مصروف کړي. دغه بوختیا او مصروفیت اوس په پاکستان کې ممکن شوی دی.
په دې جګړه کې د پاکستان دیني مدرسې په بېلابېلو سیمو کې پوځ په نښه کوي. د دې لپاره چې د پوځ ځواک تر پوښتنې لاندې راولي، تېر کال یې د اسلام اباد زړه ته لار وکړه او هلته برید ترسره کړ. د دغو مدرسو ورځ تر بلې پراختیا بې روزګاره پاکستاني ځوانان په ځانګړې توګه د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ناپرمختللو ایالتونو کې راجلبوي. دغه ځوانان چې دغو مدرسو ته یوازې د خوراک او د خوب د ځای لپاره ځي، له هغه ځایه د قاري او مفتي په لقبونو سره فارغیږي، په داسې حال کې چې دوی ته د هر ډول وسلو د کارولو روزنه ورکړل شوې ده، د ماینونو جوړول یې زده کړې دي او د جګړې لپاره یې ماغزه مینځل شوي دي. که څه هم په ټول پاکستان کې دیني مدرسې زیاتې دي، خو تمرکز یې پر ناپرمختللو او بې وزلو سیمو دی. په دې سیمو کې ډېر داسې بې کاره او بې روزګاره ځوانان دي چې په اسانۍ یې ښکار کیږي. د دغو مدرسو تولید هغه جنګیالي دي چې د ټي ټي پي لیکې پیاوړې کوي، یا د داعش له خراسان څانګې سره یوځای کیږي، یا نورو افراطي ډلو ته جذبیږي. څرنګه چې د پاکستان په ځینو سیمو کې د ډلو جوړولو بازار لا هم تود دی، نو د دیني مدرسو له دغو زده کوونکو د نویو ډلو د جوړېدو احتمال شته.
سره له دې چې دیني مدرسو د پاکستان د ټولنې بېلابېلو پاړکیو ته نفوذ کړی او د خپلې ولکې ساحه یې پراخه کړې ده، خو د ټولنې اصلي اډانې ان په هغو سیمو کې چې ډېرې مدرسې لري او لږ پرمختګ یې کړی دی، له دغو مدرسو او د هغوی له مدیرانو سره په فکري توګه روغه جوړه نه ده کړې. د دې ادعا یوه معقوله بېلګه په دغه هېواد کې د وروستیو ټاکنو پایله ده. که څه هم دا ټاکنې د پراخو درغلیو له تورونو سره مخ دي، خو که د هغو پایلو ته پام وکړو چې اوس اعلان شوې دي، ښيي چې سخت دریځو اسلامپالو ګوندونو ډېر ملاتړ نه دی خپل کړی. د سراج الحق په مشرۍ د جماعت اسلامي ګوند چې ځان د پاکستان د صوفیانو استازی ګڼي او د برتانوي هند د اسلامپالو وارث دی، په ملي اسمبلۍ کې ان یوه څوکۍ هم ونه ګټله. د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د جمعیت علمای اسلام ګوند هم له څلورو څوکیو زیاتې ونه ګټلې، په داسې حال کې چې فضل الرحمن پخپله ډېره اسماعیل خان کې د تحریک انصاف د یوه غړي پر وړاندې له ماتې سره مخ شوی او پارلمان ته یې لاره نه ده موندلې. البته، دغه ټاکنې له ابهام ډکې ډېرې زاویې لري چې په تړاو یې قضاوت کول ستونزمنوي. پر دې سربېره ، که څه هم یو شمېر شنونکي پر دې باور دي چې د پاکستان په وروستیو ټاکنو کې اسلامپالو ماتې خوړلې، خو د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال د اسلامپالنې او سیکولریزم مسأله اصلاً مطرح نه وه. د پاکستان خلک تر ډېره د خلکو ګوند او د نواز مسلم لیګ ګوند ته چې واک یې په خپلو کورنیو پوروې محدود کړی، د دودیزو ګوندونو په سترګه ګوري. د تحریک انصاف له نوماندانو چې په خپلواکه توګه ټاکنو ته درېدلی وو، د هغوی ملاتړ د دغو دودیزو ګوندونو یو ډول مخالفت و. په عین حال کې دا چې هغوی د اسلامپالو ګوندونو پر ځای د تحریک انصاف لور ته ځي، له دغو ګوندونو د هغوی واټن ښيي. په دغو ټاکنو کې د سخت دریځو اسلامپالو ګوندونو ماتې ښيي چې د پاکستان خلک لا هم له افراطي اسلامپالو سره ښه اړیکې نه لري. دا د پاکستان د پوځ یوه نیکرغي ده. د پوځ او مدرسې تر منځ جګړه کې جنرالان زیات ولسي ملاتړ لري.
د پاکستان پوځ دا مهال په څو جبهو کې جګړه کوي. د اسلام اباد له خوښې سره سم د افغان طالبانو مدیریت د پاکستان د پوځ د جنرالانو یوه له جدي بوختیاوو ده. له هند سره دښمني او له ایران سره سیالي په هممهالي توګه پرمخ وړل کیږي. د پاکستان په خاوره کې دننه بېلابېلې پوځي جبهې د دغه پوځ پر ضد جنګېږي، له بلوڅ ازادي غوښتونکو وسله والو نیولې تر داعش، ټي ټي پي او نورو ترهګرو ډلو پورې چې په پاکستان کې مېشتې دي. د دغو ډلو لویه برخه په یو نه یو ډول د دغه هیواد له دیني مدرسو سره تړلې ده، له همدې امله د پاکستان پوځ باید پر دې پوه شي چې د دغو ډلو پر وړاندې مبارزه له سرچینې کېدلای شي. خو که سخت دریځي ملایان ترې د وسیلې په توګه کار واخلي، دا کار ښايي عامه افکار د پوځ پر ضد وګرځوي.
د پاکستان او پوځ اصلي ستونزه نه هند دی او نه هم د کورنیو ننګونو په توګه د تحریک انصاف په څېر ګوندونه ، بلکې اصلي ستونزه د دغه هېواد دیني مدرسې او د هغو محصول دی. د پاکستاني پوځ راتلونکې جګړه به له دیني مدرسو سره وي. دا جګړه به چې اوس پیل شوې، کلونه کلونه دوام وکړي او د پاکستان د پوځ د کمزوري کېدو لامل به شي. د دغو مدرسو د فعاليتونو پراختیا او د هغو نفوذ ته په پام سره چې هره ورځ د ټولنې په پرګنو کې پراخيږي، پوځ به دا بخت ونه لري چې عامه افکار د تل لپاره د دغه بنسټ په ګټه او د اسلامپالو پر ضد وي. که چیرې د پاکستان پوځ ناوخته لاس پکار شي، نو کېدای شي د خلکو ملاتړ له لاسه ورکړي او بیا به هغه مدرسه وي چې پر پوځ بری خپلوي.