د ملګروملتونو سازمان عمومي منشي د سولې پر نړیواله ورځ ویلي، چې د سولې په ډېری لارو کې له ماتې سره مخ کېږي.
د ملګروملتونو سازمان عمومي منشي انتونیو ګوتریش چهارشنبه د سپټمبر پر ۲۱ د سولې نړیوالې ورځې په مناسبت د نړۍ له ټولو وګړو او دولتونو څخه غوښتي، چې د سولې د ټینګښت په برخه کې هڅې وکړي.
ګوتریش هغو میلیونونو تنو ته، چې په جګړه کې ژوند کوي د سولې هیله کړې ده.
د ویلو ده، چې د سپټمبر ۲۱ د سولې له نړیوالۍ ورځې سره برابره ده. د نړۍ هېوادونه هر کال دغه ورځ لمانځي.