د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو میلر، فضا ته د ایران د «نور ۳» سپوږمکۍ د بریالیتوب په غبرګون کې ویلي، چې د ایران د توغندیو د پروګرام دوام د سیمې او نړۍ امنیت ته جدي ګواښ دی.
میلر د پنجشنبې ورځ (د سپټمبر په ۲۸مه) په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «موږ له ډیرې مودې راهیسې د ایران د توغندیو د ازمایښتي پروګرام په اړه خپلې اندیښنې څرګندې کړې دي؛ دا پروګرام د دوی د اوږد واټن توغندیو سیسټم د پراختیا لپاره لاره ده.
د هغه په وينا، هغه ټکنالوژي چې په سپوږمکۍ وړونکو کې کارول شوې، د بالستيک توغنديو په برخه کې کارول شوې ټکنالوژۍ ته ورته ده.
هغه زیاته کړې «: د ایران د توغندیو پروګرام دوام د سیمې او نړۍوال امنیت لپاره یو جدي ګواښ دی او د اټومې وسلو د پراختیا په ډګر کې یې د پام وړ اندېښنه زېږولې ده.»
په ورته وخت کې، د ایران له لوري د چهارشنبې ورځ د (سپټمبر په ۲۸مه) د «قاصد» په نوم د درې پړاوه ګډې سپوږمکۍ، د انځور اخیستونکي سپوږمکۍ «نور۳» سره یو ځای وتوغول شوې.
دا سپوږمکۍ د ځمکې له سطحې څخه د ۴۵۰ کیلومترو په لوړوالي کې په مدار کې ځای پر ځای شوې ده.
په دې توګه د ایران سپاه پاسداران ځواک توانیدلی چې خپله دریمه «څارنه او پیژندنه» سپوږمکۍ په بریالیتوب سره د ځمکې مدار ته ولېږدوي.
د امریکا پوځ په دې باور دی چې په مدار کې د سپوږمکیو د ځای پر ځای کولو لپاره ورته ټیکنالوژي ایران ته لار هواروي چې خپل اوږد واټن ویشتونکي توغندي توغوي.