د اټومي انرژۍ نړۍوال اژانس سرمنشي رافایل ګروسي د ایران پر اټومي تاسيساتو د اسرائیل د احتمالي برید په هکله اندېښنه ښودلې ده.
ګروسي ویلي چې د اټومي انرژۍ نړۍوال اژانس به د ایران د اټومي تاسيساتو په هکله سېشنبه د اپرېل پر ۱۶مه له سره څېړنې پیل کړي.
د هغه په خبره، ايران د «امنیتي ملاحظاتو» له کبله خپل اټومي تاسيسات ځنډولی وو؛ خو پرون یې بېرته پرانيستي دي.
د اټومي انرژۍ نړۍوال اژانس سرمنشي د تاوتریخوالي د کمېدو او له ښکیلو غاړو د زغم غوښتنه کړې ده.
ورته مهال، د اسرائیل یوې حکومتي سرچینې رویټرز ته ویلي چې نتانیاهو پرون په ۲۴ ساعتونو کې د دویم ځل لپاره خپله جنګي کابینه رابللې څو د ایران د بېپیلوټه الوتکو او توغندیو برید ته د ځواب په تړاو بحث او خبرېاترې وکړي.
د اسرائیل پوځ لوی درستیز هرزي حلوي د جزئیاتو له ورکړې پرته ویلي چې هېواد به یې ایران ته ځواب ورکړي.
په وروستیو دوو اونیو کې د ایران او اسرائیل ترمنځ نښتو منځني ختیځ کې تاوتریخوالی بیخي زیات کړی دی.