نړۍوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د اکوادور د ولسمشرۍ یو نوماند، فرناندو ویلاوینسسیو، چې له فساد سره د مخالفت له امله مشهور و، د پلازمېنې کیټو ښار په یوه سیاسي لاریون کې په ډزو وژل شوی دی.
اسوشیټیډ پرېس د پنجشنبې په ورځ (اګست ۱۰مه) د اکوادور د چارواکو په حواله خبر ورکړی، چې د دغه جنوبي امریکا د جمهوري ریاست نوماند پرون د ډله ایزو تاوتریخوالو په لړ کې وژل شوی دی.
د اکوادور ولسمشر ګیلرمو لاسو د فرناندو ویلاوینسسیو وژنه تایید کړې او ویلي یې دي، چې د هغه وژنه یو تنظیم شوی جرم دی.
لاسو په یوه بیان کې زیاته کړه: “زه تاسو ته ډاډ درکوم چې دا جرم به بې سزا پاتې نه شي. “منظم جرمونه ډیر پرمخ تللي،خو دوی به د قانون بشپړ وزن احساس کړي.”
ویلاوینسسیو له مړینې دمخه په وروستۍ وینا کې، خپلو پلویانو سره ژمنه کړې وه چې دی به د فساد رېښې وکاږي او غله به زندان ته واچوي.
پر ویلاوینسسیو د ډزو کولو وړاندې، هغه ویلي و چې د جنایي ډلو له لوري څو ځله ګواښل شوی، په شمول د مکسیکو سینالوا کارټل پورې تړلې، یو له نړۍوالو منظمو جرمي ډلو څخه دی چې اوس په اکوادور کې فعالیت کوي.
۵۹ کلن ویلاوینسسیو د اکوادور د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره چې ټاکل شوې په لسو ورځو کې ترسره شي، یو له هغو اتو نوماندانو څخه و.
هغه یو ازاد ژورنالیست و، چې په تېرو دولتونو کې یې د فساد په اړه یې څیړنې کولې او وروسته بیا له فساد سره د یو مبارز په توګه د سیاست ډګر ته دننه شو.