د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رئيس انعام الله ساپي وويل چې د تازه مېوې او سبو د پلور دغه مارکېټ، د لعل اغا کاکړ له لوري، د ۴ ميليونه ډالرو په لګښت جوړ شوی چې د سلګونه تنو لپاره به د کار زمینه برابره شي.
هغه زياته کړه، ددغه مارکېټ په رغولو سره به د سره رود، خوږياڼو، حصارک او شېرزادو ولسواليو او د لغمان د قرغيو ولسواليو کروندګر خپلو حاصلاتو ته لنډ بازار پيدا کړي او دغه راز به سلګونو وګړو ته د کار زمينه هم برابره شي.
د جلال اباد پخواني ښاروال لعل اغا کاکړ چې په دغه مارکېټ يې ۴ ميليونه ډالر لګښت کړی وايي چې د زمکې له اخيستو د هټیو او وړو سړو خونو په ګډون ټوله ابادي يې په شخصي لګښت کړې ده.
هغه زياته کړه: «دا ځای به نه يوازې د تازه مېوې او سبو د پېر او پلور مارکېټ وي، بلکې د مېوو او سبو د ساتلو زمينه به هم په کې برابره شي.
د يادولو ده چې اوسمهال په جلال آباد کې د ولسواليو د مارکېټونو سربېره يو مرکزي او بل هم د ختيځې څنډې د تازه مېوې او سبزۍ مارکېټونه موجود دي.