۸صبح، ننګرهار: ننګرهار کې سیمهییزې سرچینې د وسلهوالو غلو له خوا د دوو سوداګرو له وژلو خبر ورکوي.
دغه پېښه سهشنبه د لړم پر درېیمه د ننګرهار ولایت د مرکز جلالاباد ښار په لسمه ناحیه کې شوې ده.
ننګرهار کې باوري سیمهییزې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې دغه سوداګر زوی او پلار وو.
ننګرهار کې طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د ننګرهار اوسېدونکي په دې وروستیو کې له هدفي وژنو او وسلهوالو غلاوو اندېښنه څرګنده کړه ده.