۸صبح، ننګرهار: په ننګرهار کې سیمهییز طالب چارواکي وايي چې له تېرو جګړو څخه پاتې لاسي بم چاودنې د یو بزګر ژوند اخیستی دی.
دا پېښه دوشنبه د وري پر ۲۰مه سهار مهال د کوټ ولسوالۍ په اړوند سیمه کې شوې ده.
په ننګرهار کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلي د دغه کس د هویت په اړه نور معلومات ورنه کړل.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) پنجشنبه د وري پر ۱۶مه ویلي و چې د تېرو څو لسیزو په اوږدو کې ماینونو او له جګړو څخه پاتې شویو ناچاوده توکو زرګونه ملکي افغانانو ته چې ډېری یې ماشومان دي، مرګ ژوبله اړولې ده.
د دغه دفتر په خبره، لاهم په هېواد کې ماینونه او ناچاوده توکي د خلکو په ځانګړې ډول د ماشومانو ژوند ګواښي.