• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۳ تله ۱۴۰۵ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د بارانونو په پلېدو سره کابل د طالبانو د نیمګړو پروژو په خټو کې ډوبېږي

آدرینا بهزاد آدرینا بهزاد
۲۳ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792053860]
AFP

AFP

د مني موسم له رارسېدو او د بارانونو له پیلېدو سره هممهاله، د کابل د بېلابېلو سیمو یو شمېر اوسېدونکي د طالبانو د ښاروالۍ د نیمګړو ودانیزو او عمراني پروژو له امله د خټو او چېکړو د زیاتېدو په تړاو اندېښنه څرګندوي. د دوی په وینا، د نیمګړو پروژو دوام، د ودانیزو چارو خورا پراختیا او په پراخه توګه د ښاري سړکونو او لارو ویجاړېدو کابل په وچو ورځو کې له دوړو او د باران پر مهال له خټو پر ډک ښار بدل کړی دی او د خلکو ورځنی تګ راتګ یې له مخ پر زیاتېدونکو ستونزو سره مخ کړی دی.

د کابل ښار د دویمې ناحیې اوسېدونکی امید (مستعار نوم) وايي، نیمګړې پروژې، د ودانیزو چارو بې‌کچې پراختیا او له دې امله رامنځته شویو ویجاړیو کابل له دوړو او خټو پر ډک ښار بدل کړی دی. د هغه په وینا، د مني موسم له رارسېدو او پرله‌پسې بارانونو له پیلېدو سره دا وضعیت لا خرابېږي او د ښاریانو د ورځني تګ راتګ ستونزې زیاتوي.

هغه وايي: «د ښار د مهمو سړکونو ویجاړولو او له دې امله د دوړو خپرېدو، تګ راتګ له ګڼو ستونزو سره مخ کړی دی. په داسې حال کې چې یوه پروژه لا نه وي بشپړه شوې او ګټې اخیستنې ته نه وي سپارل شوې، د ښار په بله برخه کې د ویجاړولو چارې پیلېږي. که دا وضعیت د سړې هوا په موسم کې او له پرله‌پسې بارانونو سره هممهاله دوام وکړي، ښاریان به د ښار بېلابېلو برخو ته د تګ راتګ پر مهال له لا ډېرو ستونزو سره مخ شي.»

د کابل ښار د برکي سیمې اوسېدونکې مژګان وايي، د مني موسم په رارسېدو او د ژمي په رانږدې کېدو سره، د پلونو او سړکونو د جوړولو چارو د پایلو، په ځانګړې توګه د خټو د زیاتېدو په اړه د خلکو اندېښنې ډېرې شوې دي.

هغه زیاتوي: «طالبان د یوې پروژې تر بشپړېدو مخکې د بل سړک یا پله د جوړولو او ویجاړولو چارې پیلوي. اوړی مو د دغو پروژو له امله په دوړو کې تېر کړ او اوس د بارانونو په پیلېدو سره د خټو له ستونزې سره مخ یو. په ژمي کې د بارانونو او واورې په زیاتېدو سره به خټې لا ډېرې شي.»

د کابل ښار د شهید څلورلارې اوسېدونکی تواب (مستعار نوم) وايي، له ۱۴۰۲ لمریز کال راهیسې د سړک جوړولو د ځینو پروژو د کار بهیر ټکنیتوب او د بشپړېدو ځنډ خلکو ته ګڼې ستونزې رامنځته کړې دي. د هغه په وینا، د پروژو په مدیریت او څارنه کې کمزورتیا، د امکاناتو او مالي سرچینو کمښت، د قرارداد اخیستونکو شرکتونو ټیټ ظرفیت، تخنیکي ستونزې او د مسوولو ادارو ترمنځ د همغږۍ نشتوالی د دغو پروژو د کار د ورووالي له مهمو لاملونو دي. پر دې سربېره، نامناسب هوايي او جغرافیایي شرایط هم د ځینو پروژو د پلي کېدو بهیر له ستونزو سره مخ کوي.

هغه وايي: «د سړک جوړولو د پروژو په بشپړېدو کې ځنډ د ښاریانو لپاره بېلابېلې پایلې لرلې دي؛ د ترافیکي ګڼې ګوڼې له زیاتېدو او د تګ راتګ د وخت له اوږدېدو نیولې، د دوړو له امله د هوا تر ککړتیا او روغتیايي ستونزو پورې. دې وضعیت د ترانسپورټ لګښتونه هم زیات کړي، نقلیه وسایطو ته زیان رسوي او د دوکاندارانو سوداګریز فعالیتونه یې ګډوډ کړي دي. له بلې خوا، د ناروغانو او کرنیزو محصولاتو لېږد ستونزمن شوی او روغتیايي او ښوونیزو خدمتونو ته د ښاریانو لاسرسی هم له محدودیتونو سره مخ شوی دی.»

د یو خصوصي پوهنتون محصل بصیر (مستعار نوم) وايي، د سړک جوړولو پروژو ټکنی کار، په ځانګړې توګه د موسم له بدلون او د بارانونو له پیلېدو سره، د ښاریانو ورځنی ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی دی. د هغه په وینا، اوسېدونکي په اوړي کې د دغو پروژو له امله له دوړو سره مخ وو او اوس د بارانونو له پیلېدو سره د خټو او چېکړو له ستونزې سره مخ دي.

هغه وايي: «کله چې ټولګي ته رسېږم، حالت مې داسې وي لکه د خټو له منځه چې راغلی یم؛ بوټان او جامې مې په بشپړه توګه چټلېږي. په تېرو څو ورځو کې چې بارانونه پیل شوي، د شهید څلورلارې د سیمې وضعیت ډېر خراب شوی دی. طالبانو شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې په دې سیمه کې د هوايي پله د جوړولو چارې پیل کړې دي، خو اوس د لارې ځینې برخې له خټو ډکې دي او په ځینو ځایونو کې اوبه ولاړې دي. دې وضعیت د کوچنیو او لویو موټرو تګ راتګ ستونزمن کړی او موټرچلوونکي او ښاریان یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.»

دغه محصل زیاتوي: «د دغو پروژو کار د مني په موسم کې پیل شوی دی؛ اوس یوازې بارانونه ورېږي، خو د واورې له ورېدو سره به وضعیت لا خراب شي. له بلې خوا، مناسب پلي‌لارې هم نشته چې خلک وکولای شي په اسانۍ ترې ګټه واخلي. په پایله کې، د پلي کسانو تګ راتګ هم ستونزمن شوی دی.»

دا په داسې حال کې ده چې د غبرګولي میاشتې په وروستیو کې د کابل ښار په لوېدیځ کې ځینو سرچینو ویلي وو چې د نقاش ـ امید سبز ښارګوټي د سړک جوړولو پروژې چارې له نهو میاشتو تېرېدو سره سره د پام وړ پرمختګ نه درلود. د سرچینو په وینا، د نقاش ـ امید سبز ښارګوټي د سړک جوړولو پروژې د بشپړېدو موده ۱۴ میاشتې ټاکل شوې وه، خو په تېرو نهو میاشتو کې یې د خاورې ایستلو چارې لا هم نه وې بشپړې شوې.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینو په لوګر کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ اړوند سیمه کې د چاودنې خبر ورکړی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په کونړ کې د جنګي جېټ الوتکو ګزمې او د کابل پر اسمان د بې‌پیلوټه الوتکو الوتنې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سراج‌الدین حقاني په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژدافیر سره وکتل

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.