۸صبح، کابل: د افغانستان لپاره د ملګروملتونو سازمان د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنت، د اسماعیل مشعل د نیول کېدو په غبرګون کې ویلي چې د مدني فعالیتونو په نښه کول او ځپل د نه منلو وړ او له نړیوالو ژمنو سره په ټکر کې دي.
بنت جمعه د سلواغې په څوارلسمه د یوه ټویټ په خپرولو سره له طالبانو غوښتي چې اسماعیل مشعل ژر ترژره خوشی کړي.
هغه څرګنده کړې چې له توپیر پرته د ټولو لپاره زده کړه یو امتیاز نه، بلکې یو حق دی او خلک ددې حق د ملاتړ او دودولو لپاره ژمنې لري.
دا په داسې حال کې دي چې طالبانو تېره ورځ اسماعیل مشعل ددې ډلې پرخلاف په پاروونکو اقداماتو تورن او نیولی دی.
مشعل په هېواد کې د ښځو د زده کړو او تحصیل د مخنیوي له اعتراض کوونکو څخه و چې په دې وروستیو کې یې په پوهنتون کې له تدریسه لاس واخیست او د کابل په واټونو کې یې د ځوانانو لپاره د کتابونو د وېشل پیل کړي و.