بنت: د طالبانو په محکمو کې د تورنو کسانو د محاکمې بهیر عادلانه نه دی

۸صبح، کابل: د طالبانو د صحرایي محاکمو له زیاتېدو سره د افغانستان لپاره د ملګروملتونو سازمان د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ویلي، چې د طالبانو له خوا د تورنو کسانو محاکمه عادلانه نه ده.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو سازمان د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي جمعه شپه د لیندۍ پر ۲۵ د یوه ټویټ په خپرولو د طالبانو په محکمو کې د تورنو کسانو د ناعادلانه محاکمې له بهیر څخه خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.

بنت لیکلي: «داسې برېښي، چې د طالبانو محاکمې د عادلانه عدالت رسوولو بنسټیز تضمینونه نه پوره کوي.»

د ریچارډ بنت دا اندېښنه په داسې حال کې مطرح کېږي، چې د ملګروملتونو سازمان کارپوهانو د جمعې پر ورځ د طالبانو له خوا په عام محضر کې د اعدام او نورو سزاوو د ژرترژره درېدو غوښتنه وکړه.

طالبانو په تېره یوه میاشت کې د خلکو په مخکې د تورنو کسانو په دُرو وهل او اعدامونه زیات کړي دي. دغې ډلې تر اوسه په لوګر، فراه، پروان او څو نورو ولایتونو کې تورنو کسانو ته په عام محضر کې سزا ورکړې ده.

ورته لیکنې

Back to top button