۸صبح، بدخشان: د بدخشان پوهنتون یو شمېر محصلانو د طالبانو له خوا د وهلو ټکولو له امله د دغه ولایت د پوهنتون په دروازه کې اعتراض وکړ.
اعتراض کوونکي محصلان نن پنجشنبه د وري پر اتلسمه ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې د امربالمعروف او نهی عن المنکر محتسبین تېره شپه د هغوی شپه غالي ته ننوتل او ټول یې د تراوېح لمانځه ته د نه تګ له امله سخت ووهل.
د اعتراض کوونکو محصلانو په وینا، طالبانو پرته له دې چې د هغوی دلیل ته غوږ ونیسي، وهل ټکول یې پیل کړل.
زده کړیالانو د طالبانو د امربالمعروف محتسبینو دغه کار د هغوی پر شخصي حریم تېری او زیات حماقت ګڼي.
بدخشان کې د طالبانو ځایي مسوولان په دې اړه څه نه وایي.
افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د وګړو پر ژوند بندیزونه زیات شوي او خلکو تل د هغوی پر وړاندې اعتراض کړی دی.