د ننګرهار پوهنتون زدهکړیالان شکایت کوي چې د طالبانو په راتګ یې د علمي سفرونو لړۍ درېدو ترڅنګ عملي زده کړې یې په نشت حساب دي.
دوی دغه راز نیوکه کوي چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د دې ډلې د نه پاملرنې له امله یې نظري زدهکړې هم کمزورې شوي او په دې برخه کې یې څوک غږ ته هم ځواب نه ورکوي.
دوی غوښتنه کوي چې د طالبان او اړوندې نړۍوالې ادارې دې د افغانستان په پوهنتونونو کې د نظري زدهکړو د پیاوړتیا سربېره دې د عملي زده کړو او علمي سفرونو په برخه کې جدي هلې ځلې پیل کړي.
ننګرهار پوهنتون د هېواد په کچه یو له هغو پوهنتونونو دی چې ډېر کله په درجه بندۍ کې په دویم او درېیم مقام کې راځي؛ خو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د یاد پوهنتون زدهکړیالان شکایت کوي چې د نظري زدهکړو د ضعف ترڅنګ یې عملي زده کړې په نشت حساب دي.
دوی غوښتنه کوي چې د طالبانو اوسنی رژیم او اړوند نړۍ وال بنسټونه دې په دې برخه کې جدي پام وکړي؛ ترڅو د افغانستان پوهنتونونه په ځانګړي ډول ننګرهار پوهنتون د تېر په څېر ویاړلي استعدادونه ټولنې ته وړاندې کړي.
د ننګرهار پوهنتون د وترنرۍ پوهنځي د څلورم کال زده کړیال بخت الله له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: « زمونږ ټول نظري درسونه له عملي زده کړو سره تړاو لري؛ خو دلته راته په سم ډول عملي زده کړې نه راکول کېږي، یعنې په نشت حساب دي، مونږ ته باید نه یوازې دا چې نظري درسونه قوي شي؛ بلکې د عملي زده کړو زمینه پراخه شي، تحقیقي فارمونه راته جوړ شي، غواګانې، وزې، مېږې او نور حیوانات باید راوړل شي، نور وسایل باید مونږ ته برابر شي؛ ترڅو مونږ په عملي برخه کې سمې زده کړې وکړو، چې له فراغت وروسته د کار پر مهال له ستونزو سره مخامخ نه شو.»
د دغه پوهنتون زدهکړیالان دغه راز نیوکه کوي چې واک ته د طالب ډلې له رسېدو وروسته یې د نورو ولایتونو د پوهنتونونو ترمنځ د علمي سفرونو لړۍ په ټپه درېدلې چې په خبره یې دې چارې هم له سختو ستونزو سره مخ کړي.
د ننګرهار پوهنتون د حقوقو پوهنځي د درېیم کال زده کړیال شفیق الله له طالبانو غوښتنه کوي چې د پخواني جمهوري حکومت په څېر دې د ولایتونو د پوهنتونونو زدهکړیالانو ترمنځ د علمي سفرونو لړۍ یو ځل بیا پیل کړي؛ ترڅو یې پر مټ علمي سویه او عملي تجربې لاسته راوړي.
نوموړی له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې زیاتوي: «زه د جمهوریت په اخري کلونو کې پوهنتون ته کامیاب شوی یم، ما هغه وخت لیدل، چې د پورته صنفونو محصلین نورو ولایتونو ته د علمي سفرونو لپاره تلل، له نورو ولایتونو دلته راتلل؛ خو کله چې د امارت حکومت راغلی علمي سفرونه مطلق بند شوي، مونږ د امارت په شااوخوا دوه نیمو کلونو کې تر اوسه یو ولایت ته هم علمي سفر نه دی کړی؛ باید لوړو زده کړو وزارت مونږ ته د علمي سفرونو زمینه برابره کړي؛ ځکه علمي سفرونو کې عملي زده کړې او تجربې حاصلېږي او سبا چې فارغېږو؛ نو تیار به مو عملي کار زده وي او وظیفه کې به راته مشکل نه وي.»
بلخوا د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم چې څه موده وړاندې یې ننګرهار پوهنتون ته سفر کړی وو، منلې وه چې د هېواد د یو شمېر ولایتونو پوهنتونونو زدهکړیالان د عملي زدهکړو، علمي سفرونو او یو شمېر نورو برخو کې ستونزې لري، خو په وینا یې هڅه کوي چې په دې برخه کې شته خنډونه له منځه یوسي.
د ننګرهار پوهنتون دا مهال په ۱۳ پوهنځویو کې د دوکتورا په یوه او د ماسترۍ په نهو برنامو کې ۳۲۰ کسان او ۱۵ زره ۳۰۰ نور د لېسانس په کچه پر زده کړو بوخت دي.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د دغې ډلې د سختو او پرلپسې محدودیتونو او په اداري چارو کې د لاسوهنو له امله د ننګرهار پوهنتون ګڼ استادان چې د ماسترۍ او دوکتورا تر کچې یې زده کړې وې له هېواده بهر وتلي او ځای یې طالب پلوه استادانو نیولی، چې د زده کړیالانو درسي بهیر یې له ستونزو سره مخ کړی.