۸صبح، کابل: د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیرې په قطر کې د افغانستان امریکایي پوهنتون (AUAF) د محصلینو لپاره د زده کړو د اسانتیاوو برابرولو اعلان کړی.
کرن ډیکر د جمعې په ورځ ناوخته د زمري په ۲۷مه په X کې په یوه پوسټ کې ویلي، چې افغانان د خپل هېواد په جوړولو کې د مرستې لپاره عصري زده کړو ته اړتیا لري.
هغې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د هغو ۲۰۰ امریکايي پوهنتون محصلینو هرکلی وکړ، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په افغانستان کې د زده کړو له دوام منع شوي وو.
بد ویلو ده، چې دا کار د واشنګټن او دوحې ترمنځ په نږدې همکارۍ کې شوی دی.
وروسته له هغه چې طالبانو د هېواد بیاځلې واک ترلاسه کړ، دغې ډلې ښوونځي، ښوونیز مرکزونه او پوهنتونونه د نجونو پر مخ وتړل.
د زمري له ۲۴مې او د طالبانو له راتګ وروسته زرګونه هېوادوال له هېواده ووتل چې په دې کې یو شمېر د افغانستان امریکايي پوهنتون محصلین قطر ته لېږدول شوي وو.