۸صبح، کابل: برېښنا شرکت اعلان کړی چې د ازبکستان په یوه سب ستېشن کې د تخنیکي ستونزې له لیرې کېدو سره، افغانستان ته ددغه هېواد د وارداتي برېښنا بهیر عادي حالت ته ستون شوی دی.
د برېښنا شرکت په اعلامیه کې راغلي چې د ازبکستان د تیلي مرجان په سب ستېشن کې د تخنیکي ستونزې له اواري وروسته، د پنجشنبې ورځې د سهار په اوو بجو وارداتي برېښنا بېرته وصل شوې ده.
دغه شرکت زیاته کړې چې د ازبکستان وارداتي برېښنا په «تیلي مرجان» سب ستېشن کې د تخنیکی ستونزې له امله شپېته سلنه کمه شوې وه چې د پلازمیني په ګډون یې یو شمېر ولایتونه د برېښنا د پرچاوۍ له ستونزې سره مخ کړل.
دغه شرکت څرګنده کړې چې له دې وروسته به د لنډمهاله پرچاویو عملي کول د برېښنا د کمښت او د مزو د اضافه بار له امله وي.
د ازبکستان وارداتي برېښنا دوه ورځې مخکې ناڅاپه شپېته سلنه کمه شوه چې کابل او یو شمېر ولایتونه یې د برېښنا له کمښت سره مخ کړل.
برېښنا شرکت په دې وروستیو کې له ازبکستانه د سل میلیون ډالرو په ارزښت د وارداتي برېښنا تړون تمدید کړ، ترڅو د برېښنا د پرچاوی ستونزه اواره شي، خو داسې ښکاري چې د برېښنا د کمښت ستونزه نه ده حل شوې.