په پروان ولایت کې د کرنې او مالدارۍ ریاست وایي چې په دغه ولایت کې د طالبان له واکمنېدو وروسته، کابو ۷۰۰ مېرمنې چې په دې ولایت کې په کوچنیو سوداګریزو چارو بوختې وې، وزګارې شوې دي.
د پروان د کرنې ریاست د اقتصاد مدیرې، شهلا، ۸صبح ورځپاڼې ته په خبرو کې وویل: «په مخکیني حکومت کې کابو ۷۰۰ مېرمنې د پروسس او مالدارۍ او کورنیو باغچو کې بوختې وې، خو اوس بې برخلیکه او وزګارې دي.»
اوسمهال شهلا یوازې د حاضرۍ لاسلیکولو حق لري او کار ته د تلو حق نه لري. نوموړې وایي، څو میاشتې کېږي چې معاش یې نه دی ترلاسه کړی نو له دې امله له ډېرو ستونزو سره مخ ده. هغه د طالبانو له چارسمبالي حکومته غواړي چې د ښځو حقونو ته ارزښت ورکړي او د کار اجازه ورکړي.
په همدې حال کې د پروان یو شمېر سوداګرې مېرمنې د طالبانو په واکمنېدو سره د فعالیتونو له درېدو اندېښنه لري. دوی وایي چې د طالبانو د چارسمبالي حکومت له خوا د نه ملاتړ له امله، هغوی یو شمېر فعالیتونه درولي او ځینې هم له طالبانو په پټه، خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.
په پروان ولایت کې د ترکاریو او مېوو تولیدولو یوه خصوصي شرکت مسووله، ژیلا قاضي خانې، ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې پخوا به دوی د دې ولایت په درېیو ولسوالیو کې سلګونه بې وسه مېرمنې د زده کړو او اقتصادي کچې لوړولو په موخه ګمارلې، خو اوس د طالبانو د نه ملاتړ له امله، دا کچه ډېره کمه شوې ده. هغې زیاته کړه، سره له دې چې طالبانو تراوسه په رسمي توګه د دوی د فعالیت مخنیوی نه دی کړی، خو له طالبانو د وېرې له امله، په پټه فعالیت کوي. همدارنګه هغې زیاته کړه: «په تېرو کلونو کې د مخکینې دولت له خوا بېلابېلو پروګرامونو ته بلل کېدو او خپل کرنیز توکي مو په ننداره وړاندې کول او له نندارتونونو مو ښه عاید درلود؛ خو اوس په پټه او له کمو کسانو سره خپل کار پرمخ بیايو او اقتصاد مو هم ډېر خراب شوی دي.»
د ژیلا په وینا، د مخکیني حکومت پرمهال، یو شمېر پانګه والو مېرمنو په پروان ولایت کې د لسګونه ښځو لپاره د کار زمینه برابره کړې وه، خو اوس د پانګه والو مېرمنو د فعالیت په بندېدو سره، دا ښځې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوې دي.
مژګان هغه مېرمن ده چې په پروان ولایت کې یې د کرنیزو محصولاتو او د لاسي صنایعو په یوه کوچنۍ کارخونه کې کار کاوه. نوموړې د خپلې کورنۍ د ناوړه اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه لري او وایي چې په تېرو څلورو میاشتو کې یې، ټولې سپمول شوې پیسې مصرف کړې دي. مژګان جوتوي: «اوس په ډېر بد اقتصادي وضعیت کې ژوند کوو. پخوا به زموږ نارینه وو هم کار کاوه، خو اوس ټول وزګار دي. د بد اقتصادي وضعیت له امله مو آن خپل دوستان هم هېر کړي دي.»
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ډېرو دولتي ادارو له بیا فعالېدو سره، هغوی یوازې له نارینه کارکوونکو غوښتي چې خپلو کارونو ته ستانه شي او تراوسه ښځينه کارکوونکو ته د کار اجازه نه ده ورکړل شوې. د طالبانو چارسمبالي حکومت اعلان کړی چې ښځینه کارکوونکې دې تر بلې خبرتیا ادارو ته نه ورځي. په همدې حال کې د طالبانو له خوا د پروان ولایت د کرنې او مالدارۍ ګمارل شوی رییس، محمد رحیم، وایي چې د ښځینه سوداګرو له کارکولو سره کومه ستونزه نه لري او د طالبانو د وزیرانو شورا پرېکړه هم همدا ده.