کلتور او هنر

د طالبانو بیا واکمني؛ تېرو نهو میاشتو کې هېڅ بهرنی سیلانی د توپ‌درې استوپې لیدو ته نه دی راغلی

پروان کې ځايي سرچینې وايي، چې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې د دغه ولایت چاریکار کې له استوپې څخه د لیدنې لپاره د سیلانیانو شمېر کم شوی دی. د هغوی په خبره، سره له دې چې د دغې تاریخي ځای نوې څېرې د سیلانیانو شمېر کې زیاتوالی راوستی و؛ خو اوسمهال یې خوند نشته. د پروان ځايي مسوولان هم وايي،...

لوګر کې کتاب پلورونکي: هیله لرو، چې نجونې ښوونځيو ته ستنې شي

په هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو د ښوونځيو له تړلو وروسته لوګر کې ځینې کتاب پلورونکي وايي، چې دغه ولایت کې د کتابونو د پلور کچه په بې مخینې توګه کمه شوې ده. د لوګر مرکز پل علم کې کتاب پلورونکي وايي، چې د طالبانو له واکمنېدو وړاندې ترې ډېر کتابونه زده‌کوونکو نجونو پېرل. لوګر کې...

کاپیسا کې د ټولنیزو او کلتوري ټولنو د فعالیت درېدل؛ «طالبان یې ملاتړ نه کوي»

هېواد کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، کاپیسا کې د ډېرو کلتوري او ټولنیزو ټولنو فعالیتونه ودرېدل. د دغو ټولنو مسوولانو ویلي، چې د طالبانو له لوري د محدودیتونو، امنیتي ګواښونو، اقتصادي ستونزو او له هېواده د فرهنګیانو او ځوانانو د تېښتې له کبله یې خپل فعالیتونه درولي دي. خواجه عبدالمبین صدیقي له تېرو پنځو کالو راهیسې کاپیسا کې د...

فرهنګ د سیاست تر سیوري لاندې؛ سمنګان کې د دمبورې جوړولو صنعت د له منځه تلو په حال کې دی

دمبوره یا دوه تار د افغانستان د موسیقي یوه نامتو اله ده، چې د افغانستان شمال کې قطغن او هزاره جاتو سیمې د هغه د پیدایښت ځای ګڼل کېږي. دمبوره چې د توت له لرګي او د پسه له کولمو جوړېږي، له ښه او په زړه پورې غږ سره هر اورېدونکی ځان ته جذبوي. د موسیقي دغه اله د هېواد...

نوروز د ژبې او عقیدې په منګولو کې

په اسلامي فرهنګ کې دوه اخترونه پېژندل شوي دي. کوچنی اختر چې تر روژې وروسته راځي او لوی اختر چې د قربانۍ اختر هم ورته وايي. دواړه اخترونه په مېلو، ټولېدونو او د خپګانونو په لرې کولو، جوړجاړي او ان په اشعارو او موسیقۍ نمانځل کېږي. د ځينو څېړونکو په اند و باور، دا اخترونه د سامي مدنيت په فرهنگ...

نوروز د فرهنګي میراث په توګه

نوروز که له یوې خوا د نوي کال نمانځنه، د ارغوان مېله، د مزارشریف د جنډې پورته کېدل، هفت مېوه، سمنک، د بزګر ورځ، ملي جشن او د خوشالي او مینې یو فرصت دی؛ نو له بل اړخه نوروز د افغانستان او سیمې فرهنګي میراث هم دی. یونیسکو نوروز د افغانستان او د سیمې د هېوادونو د ناملموس فرهنګي میراث...

د روښانفکرانو په توګه فرانسوی ولټر او پښتون عبدالغني خان غني

هغه څه چې انسان ته ابديت ورکوي، عمل او کړنه ده. دا کړنې د ناانساني چلن پر ضد چې د بشريت له لومړيو پيل شوې، له هغو سره مبارزې د دې سبب شوې، چې انسان په ټولو زمانو او دورانونو کې جاوداني کړي. سقراط د حقيقت په ويلو سره په ټولو دورانونو کې د بشريت ترمنځ حضور لري. ژانژاک روسو...

افغان سندرغاړي ایران کې کنسرت ورکوي

۸صبح، کابل: ځینې افغان سندرغاړي چې له وروستیو بدلولونو سره سم ایران ته کډوال شوي، په دغه هېواد کې کنسرت ورکوي. د «نجم‌الدین» قوالي ډلې اعلان کړی، چې د کب له ۲۵ تر ۲۷ به ایران کې کنسرت ورکړي. مهر خبري اژانس راپور ورکړی، چې د قوالۍ دغه ډله به د تهران په «هنر اندیشې» تالار کې خپل کنسرت ورکړي....

جورج اورويل او د استبدادي حکومت غندنه

د جورج اورویل «۱۹۸۴» ناول د یوې داسې ټولنې تصویر ښيي، چې د دښمن پر ضد د مهربانۍ پر ځای پکې کرکه زیاته برېښي. په «۱۹۸۴» کې واکمن ګوند تل دا هڅه کوي، چې ټولنه هغه څه ته اړه کړي، چې دوی فکر کوي، دوی يې انګېري او باور پرې لري. ګوند په دې هڅو سره فردي او سیاسي ازادي...

د ننګرهار عامه کتابتون ډېری وخت د محصلانو پر مخ تړلی وي

له څه مودې راهیسې په ننګرهار کې د کتاب لوست فرهنګ ټکنی شوی، چې دې چارې ګڼې اندېښنې راپورته کړې دي. په جلال اباد ښار کې عامه کتاب کور چې د بېلابېلو برخو شاوخوا ۴۰ زره کتابونه لري، دې وروستیو کې د مطالعې لپاره دومره کم خلک د مطالعې لپاره ورځي، چې پر نشت حساب دي. یاد کتاب کور چې...