۸صبح، کابل: ځینې افغان سندرغاړي چې له وروستیو بدلولونو سره سم ایران ته کډوال شوي، په دغه هېواد کې کنسرت ورکوي.
د «نجمالدین» قوالي ډلې اعلان کړی، چې د کب له ۲۵ تر ۲۷ به ایران کې کنسرت ورکړي.
مهر خبري اژانس راپور ورکړی، چې د قوالۍ دغه ډله به د تهران په «هنر اندیشې» تالار کې خپل کنسرت ورکړي.
د دغه خبري اژانس د راپور له مخې، ښايي دغه کنسرت کې «مجنون تو»، «بیتو هر جمعه»، «چرا نمی آيی»، «باد زانو میزند» او ځينو نورې سندرې وویل شي.
د «هرات بلبل» په نامه مشهور اصف حبیبي، د پېژندل شوي قوالي ویونکي الطاف حسین شاګرد جواد تابش او د افغانستان یو بل سندرغاړی عبدالقادر عزیزي به په دې کنسرت کې ګډون وکړي.
افغان سندرغاړي داسې مهال ایران کې کنسرت ورکوي، چې تر دې وړاندې د ایراني پولیسو له لوري له افغان سندرغاړو، لیکوالو او نورو کډوالو سره د ناسم چلن په هکله راپورونه ورکړل شوي دي.