• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۸ تله ۱۴۰۵ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

فرهنګ د سیاست تر سیوري لاندې؛ سمنګان کې د دمبورې جوړولو صنعت د له منځه تلو په حال کې دی

۸صبح ۸صبح
۲۴ وری/حمل ۱۴۰۱ - ۱۳ اپرېل ۲۰۲۲ [t_time:1649837518]

دمبوره یا دوه تار د افغانستان د موسیقي یوه نامتو اله ده، چې د افغانستان شمال کې قطغن او هزاره جاتو سیمې د هغه د پیدایښت ځای ګڼل کېږي.

دمبوره چې د توت له لرګي او د پسه له کولمو جوړېږي، له ښه او په زړه پورې غږ سره هر اورېدونکی ځان ته جذبوي. د موسیقي دغه اله د هېواد په لرغونې تاریخ کې رېښې لري.

د سمنګان ولایت مرکز ایبک ښار د افغانستان او د هېواد په شمال کې د دمبورې جوړولو له څو ښارونو او بازارونو څخه دی، چې د نورو سیمه ییزو توکو جوړولو تر څنګ یې، دغه ښار ته فرهنګي رنګ ورکړی دی.

طالبانو له واکمنېدو وروسته، له موسیقۍ او د هغه له توکو سره سخت مخالفت ښودلی او داسې ښکاري، چې دا ځل په هېواد کې د دمبورې جوړولو صنعت او غږول د له منځه تلو په حال کې دي.

د ایبک ښار بازارونو ته چې د کابل – شمال په لویه لاره کې دي، له رسېدو سره سم داسې هټۍ لیدل کېږي، چې پر دېوالونو یې د موسیقي توکو او دمبورې په ځړولو سره، دغه ښار ته فرهنګي او د سیمه ییزې موسیقۍ د صنعت رنګ ورکړی و.

افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو او د ۷ میاشتو په تېرېدو سره، اوس د ایبک ښار اوسېدونکي او هټیوال وایي، چې د دغه ښار به بازارونو کې د دمبورې جوړولو صنعت، کارول او پلور د پخوا په شان نه دي.

هغوی اندېښنه څرګندوي، چې د دغه وضعیت په دوام سره، په هېواد په ځانګړې توګه سمنګان ولایت کې دغه صنعت له منځه ځي. ګل سعید (مستعار نوم) د ایبک ښار هتیوال او د دمبورې پلورونکی دی.

هغه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي، چې اوس یې کاروبار د پخوا په شان نه دی او ان ویلای شي، چې هېڅ کاروبار نه لري.

هغه زیاتوي، چې پر هېواد د طالبانو له واکمنېدو مخکې یې هره ورځ لږ تر لږه شپږ دمبورې پلورلې، په ځانګړې توګه هغه سیالانیان چې له نورو ولایتونو د افغانستان شمال ته راتلل او د ایبک ښار له ځایي بازارونو یې لیدنه کوله.

د ګل سعید په وینا، اوس د هغه هټۍ نه یوازې پخوانی پلور نه لري؛ بلکې ان نه شي کولای خپله هټۍ د پخوا په شان ښکلې کړې؛ ځکه طالبان د دمبورې له فرهنګ او غږ سره پردي دي او د دمبورې او موسیقۍ نورو الاتو غږ ته ارزښت نه ورکوي.

ګل سعید وایي، چې دمبورې د کمیت له پلوه یوشان دي؛ خو د کیفیت او جوړښت له پلوه بېلابېل ډولونه لري، چې هر یو یې د جوړونکي هنر او استعداد نندارې ته وړاندې کوي او دا ځانګړتیا له شک پرته چې د هرې دمبورې پر بیه هم اغېزه لري.

د هغه په وینا، کله یې چې د دمبورې کار کاوه، هره دمبوره یې له درېيو تر شل زرو افغانیو پلورله. د دمبورې د کار کیفیت پر جوړښت سربېره یې، په غږونکي پورې هم اړه لري؛ دا چې څومره کولای شي. خپلې ګوتې د هغې له تارونو سره بلدې کړي او اورېدونکي ته په زړه پورې غږ وړاندې کړي او ځانته یې جذب کړي.

سردار (مستعار نوم) د هېواد په شمال کې د دمبورې ځایي غږونکی او ځوان محلي سندرغاړی دی، چې ذهن او ګوتې یې له دمبورې سره بلدې دي. هغه د دمبورې او د هغه د ډولونو د غږولو په اړه داسې وایي: «یو ډول دمبوره لنډه بولي، چې د قطغن خلک یې غږوي.

د یو ډول یې غاړه اوږده او پرده یې پورته وي، چې د میمنې او شبرغان خلک یې غږوي. د یوه بل ډول یې دسته لنډه وي او غاړه یې لوړه جوړوي، چې د هزاره جاتو خلک یې غږوي.»

داسې وخت و، چې نه یوازې د دمبورې مینه والو یې له غږ څخه خوند اخیست؛ بلکې د دغې الې د جوړونکو لپاره د یوې نمړۍ ډوډۍ برابرولو زمینه یې هم جوړوله.

د ایبک اوسېدونکی علي سمنګاني، کابو دوې لسیزې کیږي، چې د دمبورې پر جوړولو بوخت دی او د دغه صنعت په ژوندي ساتلو کې یې خپل رول لرلی.

هغه ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې څو میاشتې کېږي د دمبورې له جوړولو یې لاس اخیستی او لامل یې پر هېواد د طالبانو واکمنېدل دی. د علي په اند که کار ته یې دوام ورکړي، یوه ورځ به یې د ابرو او عزت او ښايي د خپل ژوند په بیه تمام شي.

د هغه په وینا، سمنګان کې د طالبانو له واکمنۍ مخکې د دغه ولایت له ځایي سندرغاړو او ځوانانو څخه جوړې شوې ډلې فعالې وې، خو اوس له دغو ډلو هېڅ یوه نشته او دی خپله هم په پټه ژوند کوي، تر څو له کوم ناوړه برخلیک سره مخ نه شي.

افغانستان کې د طالبانو واکمني نه یوازې د دمبورې جوړولو صنعت د سقوط لامل شوې؛ بلکې د هنرمندانو په ځانګړې توګه د هغوی چې یو وخت د دمبورې د غږولو له امله له لوی شهرته برخمن وو، د بې کوره کېدو لامل هم شوي دي.

یو له دغو هنرمندانو، ضیا سمنګاني دی، چې د شمالي ولایتونو، په ځانګړې توګه د سمنګان اوسېدونکي یې کار او هنر پېژني او پوهېږي، چې د خپلو ګوتو په کار او له دمبورې سره د هغوی د رنځونو لیرې کوونکی و.

ضیا سمنګاني چې اوس د طالبانو له لاسه د ژوندي پاتې کېدو له امله ایران ته کډوال شوی دی، وایي چې طالبان له فرهنګ او موسیقي سره مخالف او ویلی شو، چې بېګانه دي او له کومې کړنې سره چې لري یې، د هېواد فرهنګي میراث ته زیان رسوي.

د هېواد په شمال کې د دمبورې د جوړولو له صنعت او پلور څخه په داسې حال کې اندېښنه څرګندېږی، چې طالبانو تازه کابل پوهنتون کې د هنرونو له پوهنځي د موسیقي ډیپارتمنټ لغوه کړی او امر یې کړی، چې تر دې وروسته دغه ډیپارتمنټ ته نور محصلین نه جذبوي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د ژوند ټکان ورکوونکې ثانیې؛ د بلخ له زلزلې د یوې ښځې وحشتناکه تجربه
خبرونه

سور صلیب: د افغانستان په شمال کې د زلزلې له کبله روان بشري ناورین پراخ شوی

۱۴ لړم/عقرب ۱۴۰۴ - ۵ نومبر ۲۰۲۵ [t_time:1762347928]
خبرونه

ملګري ملتونه: د افغانستان په شمال کې د زلزلې له کبله ۲۰ کسان مړه او ۸۶۳ نور ټپيان شوي

۱۳ لړم/عقرب ۱۴۰۴ - ۴ نومبر ۲۰۲۵ [t_time:1762269326]
ریچارډ بنېټ: مذهبي مراسمو ته باید درناوی وشي
خبرونه

 ریچارډ بېنټ د افغانستان په شمال کې له زلزله‌ځپلو سره خواخوږي څرګنده کړې

۱۲ لړم/عقرب ۱۴۰۴ - ۳ نومبر ۲۰۲۵ [t_time:1762192549]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د مرموزو وژنو زیاتېدل؛ په غزني کې یو صراف ووژل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د غزې د اوربند هوکړه؛ اسراییل په لومړي پړاو کې ۱۷۰۰ فلسطینیان خوشې کوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.