د جورج اورویل «۱۹۸۴» ناول د یوې داسې ټولنې تصویر ښيي، چې د دښمن پر ضد د مهربانۍ پر ځای پکې کرکه زیاته برېښي. په «۱۹۸۴» کې واکمن ګوند تل دا هڅه کوي، چې ټولنه هغه څه ته اړه کړي، چې دوی فکر کوي، دوی يې انګېري او باور پرې لري. ګوند په دې هڅو سره فردي او سیاسي ازادي ځپي او غواړي، چې واک په خپلو منګولو کې د یوې وسیلي په توګه وکاروي. ۱۹۸۴ داسې ناول دی، چې د «اورويل نړۍ» اصطلاح يې وزېږوله، کټ مټ لکه د فرانز کافکا له اثارو وروسته چې«Kafkaesque» اصطلاح راپورته شوه. جورج اورويل چې کله د ستالین په مشرۍ له روسي سوسیالیزم څخه خبر شو؛ نو د «حیواناتو فارم» ناول يې ولیکه او دا پيغام يې خپور کړ، چې ستالین او ډله يې د کارګرو د شعار په نامه یوازې غواړي د قدرت واګې تر اوږده مهاله ولري. ۱۹۸۴ هم د یوه توتالیتر حکومت انځور چې هر څه د ګوتو په څوکو څرخوي، وړاندې کوي. اورويل زموږ سترګې پرانیزي، چې زورواکي یا يکه تاز سرتمبه ګوندي حکومت څه ډول واکمني کوي او څه ډول له واقعي نړۍ زموږ سترګې اړوي او په وهم کې مو غوپه کوي.
اورويل په ۱۹۸۴ کې څه لیکي؟
د اورويل ۱۹۸۴ داستان د اوشینیا په نامه د انګلستان په یوه ښار کې پېښېږي. اوشینیا مرکزي حکومت دی. اوشینیا داسې هېواد دی، چې هر کار باید د واکمن سرتمبه ګوند په خوښه وشي او د کتاب له قوله مخالف لوری لولپه کېږي. وینسټن سمیت د ۱۹۸۴ ناول مرکزي کرکټر یوه ورځ له کار څخه خونې ته راستنېږي. پر زینو د ختلو پر مهال د «مشر ورور» پوسټر پر دېوال ګوري: «مشر ورور مو ویني.» وینسټن سمیت د ګوند غړی و، سره له دې چې د ګوند غړی و؛ خو بیا هم د پټو پولیسو له خوا څارل کېده، مخفي پولیس پر انګلستان د واکمن توتالیتر دولت د مخالفینو د پلټنې مسوولیت لاره. نهه دېرش کلن وینسټن سمیت په «حقیقت وزارت» کې کار کاوه او د تاریخ د تحریف مسوولیت ورله غاړې و. ګوند امر کړی و، چې تاریخ باید له سره ولیکل شي. تاریخي روایات هم د ګوند له خوا ټاکل کېدل، چا یې پر ضد یوې کرښې ته هم اجازه نه شوای ورکولی. په داسې حال کې چې وینسټن سمیت د خونې کړکۍ ته ولاړ دی، خپل کارځای ته له خونې ګوري او په دې فکر کوي، چې د «سولې وزارت» یوازې د جګړې په اړه هلې ځلې کوي. د کیسې مرکزي کرکټر فکر کوي، چې د «مینې وزارت» هم د خپل نامه پر خلاف چې باید مینه او انعطاف خپور کړي، مجازات ټاکي او په «ولې» پسې سرګردان دی. وینسټن سمیت په داسې ټولنه کې چې د روښنايۍ څرک هم پکې نه لیدل کېږي، د ژغورنې یوازینۍ لار دا ویني، چې خپل خاطرات ولیکي؛ خو واکمن ګوند پر خاطرو لیکلو بندیز لګولی دی. په ورته وخت کې له مرکزي کرکټر څخه د حقیقت وزارت یوې کارګرې هم زړه وړی؛ خو ګوند پر مینې هم بندیز لګولی او عاشقانه بنډار او ناسته پاسته هم منع شوې ده.
وینسټن سمیت وايي، سره له دې چې د ګوند کارګر دی؛ خو د ګوند خلاف هم دی او دا اختلاف ورته له مرګ پرته بله پايله نه شي لرلى. سمیت له جولیا سره اشنا کېږي، یو له بله سره مینه کوي؛ خو په اوشینيا کې پر مينې بنديز دی. په لومړیو کې سمیت فکر کوي، چې جولیا مخفي پولیسه ده؛ خو وروسته متوجه کېږي، چې د ګوند مخالفه هم ده. دوی دواړه سره له دې چې پوهېږي، مبارزه به یې بې پایلې وي؛ خو بیا هم د ګوند پر خلاف راپورته کېږي، د دې لپاره چې راتلونکی نسل د ګوند له سیوري ځان ازاد کړای شي.
وروسته له اوبراین سره اشنا کېږي او فکر کوي، چې له دوی سره به مرسته وکړي؛ خو اوبراین د ګوند مخفي پولیس وي او رسوا کېږي. سمیت زنداني کېږي، ربړول کېږي او بالاخره دې ته اړ کېږي، هغه څه چې ګوند وايي، سم دي او د ګوند خلاف یوه خبره هم ټیک نه ده او بالاخره دې پایلې ته رسېږي، چې انسانیت، مینه او جولیا ته تمایل یو هم حقیقي نه و، یوازې ګوند دی، چې په سمه لار روان دی.
په مستبدو ځواک پلوو حکومتونو کې د انساني ارزښتونو پرځېدل
جورج اورويل موږ ته ښيي، چې په توتالیتر حکومتولي کې څنګه یو انسان د بل انسان پر مرۍ پښه ږدي او یوازینۍ موخه په واک کې د پاتېدو مساله وي. د ۱۹۸۴ داستان چې په کوم ښار کې پېښ شوی، هغه ښار هم بېوزلی دی؛ خو بلخوا يې د تاریخ د تحریف لپاره ځانګړی وزارت جوړ کړی وي، ځکه توتالیتر حکومتونه له تاریخي حوالو او هر هغه څه چې د دوی پر ضد لیکل شوي وي یا د دوی پر وړاندې پاڅون ته لاره هواروي، له منځه وړي. اورويل لیکي: «موږ هر څه له منځه وړي دي، تاریخ مو له سره لیکلی دی، د لارې کوڅو نومونه مو بدل کړي دي، تاریخ په ټپه درېدلی دی، له بې پایه حال پرته چې ګوند یې په خپله ګټه اړوي، بل څه نشته.» ۱۹۸۴ د یوه توتالیتر ګوند کړنې په ډاګه کوي.
د هانا آرنت په وینا، توتالیتر حکومتونه واحده ایډيالوژي لري او ټول وګړي همدغې واحدې ایډيالوژۍ تابعیت ته اړ کوي. آرنت مخکې ځي او وايي، چې په توتالیتر حکومتونو کې ټولیزې رسنۍ سانسور کېږي، د خپلې بقا لپاره بې خرته تبلیغات کوي، د خپلو کوڅه ډبي پلویانو ملاتړ کوي. ټولنیز تاوتریخوالی، د پېشوا یا مشر د ملاتړ لپاره د ټولنې اړ ایستل، د انساني ارزښتونو پرېواته، ربړونه او د ترور فضا رامنځته کول د توتالیتریزم نورې ځانګړنې دي. آرنت د واکپالي او توتالیتر حکومتونو ترمنخ کرښه راکاږي او وايي، چې واکپالی نظام کثرتپالنې ته ډېر کم تمایل لري؛ خو توتالیتر بیا غواړي، چې ټول وګړي د هغوی ایډیالوژي ته لاس په نامه ودرېږي او ويې مني. توتالیتریزم د هغو وګړو یو غورځنګ دی، چې له ورانکارۍ بل فکر نه لري.
آرنت توتالیتریزم د انسان ضد نظام بولي. د دغه نظام تاوتریخوالی یوازې د دوی ایډیالوژيکو قانوني ځانګړو ته په ځیر کتو سره لیدل کېدای شي، په دې ایډیالوژۍ کې جمعي جنون تر سترګو کېږي. د جورج اورويل په ۱۹۸۴ کې هم «دوه منټه کرکه» فلم چې تاوتریخوالی به یې خپراوه، د همدغه جنون د زېږېدو او پراخېدو لپاره د استدلال په توګه راوړلی شو. په «دوه منټه کرکه» کې وګړي تاوتریخوالي، کرکې، مرګ او وحشت ته بلل کېږي.
پایله
جورج اورويل په دو ناولونو «د حیواناتو فارم» او «۱۹۸۴» سره روسي کمونیستي نظام او بیا توتالیتر نظام وغانده. دا ناولونه ورځ تر بلې مخ په راژوندي کېدو دي، ځکه چې په ځینو هېوادونو کې داسې حکومتونه واکمن دي، چې هم مشروع دي او هم د توتالیتر ځانګړنې لري.
په دغو نظامونو کې له ایډیالوژۍ طواف حتمي او ضروري دی او ډېر کله ایډيالوژي د دیني متونو په تاوتریخجن تفسیر په ناسور اوړي. په دغه حالت کې مشران تقدس ګټي او ولس ترې طواف ته اړ ایستل کېږي. تمامیت غوښتنه کې فردي ازادي له منځه ځي، حتی فکر تسخیر کېږي او یو انسان په نانځکه اوړي، ان پخپله فرد نه پوهېږي، چې روح يې تسخیر شوی دی. دا مساله په «۱۹۸۴» په پای کې وينسټن سمیت سره هم کېږي، چې مخفي پولیس يې ذهن ورتسخیروي.
تمامیت غوښتنوال حکومتونو مشران د خپل واک د بقا لپاره هره حربه کاروي، دین، ژمنه، وېره او هر څه چې په ټولنه کې زیات چلښت ولري، کاروي. دوی ولسواکۍ او یا هر هغه بهیر چې فردي ازادي پکې مطرح وي او ارزښت پکې لري، نفي کوي او ځپلو ته یې خپله بشري قوا ګومارلې وي او هر غږ یوازې د خپلې بقا لپاره تربت کوي. د جورج اورویل دغه ناول په داسې صحنې پای ته رسېږي، چې د کیسې نوی اړخ پکې پیلېږي. کله چې د سمیت له ذهنه هر څه محوه کېږي، نو موږ ته ښيي، چې یو ګوندي حکومتولي کې فردي ازادي څومره ځپل شوې ده؛ خو تر ډېره دا تسخیر دوام نه کوي او سمیت ښايي په بل تن کې یا په بل روح کې سر راپورته کړي او له یوه سمیت څخه څو سمیته وزېږېږي او یو ګوندي حکومتولي ته وروستی ټکی کېږي.