په اسلامي فرهنګ کې دوه اخترونه پېژندل شوي دي. کوچنی اختر چې تر روژې وروسته راځي او لوی اختر چې د قربانۍ اختر هم ورته وايي. دواړه اخترونه په مېلو، ټولېدونو او د خپګانونو په لرې کولو، جوړجاړي او ان په اشعارو او موسیقۍ نمانځل کېږي. د ځينو څېړونکو په اند و باور، دا اخترونه د سامي مدنيت په فرهنگ پورې اړه لري، چې تر ډېره له اسماني لارښوونو سره تړل کېږي؛ خو په هغه جغرافيه کې چې اريايي فرهنگ لاسبری دی، د دې تر څنګ یو بل اختر هم شته، هغه د «نوروز اختر او جشن» دی، چې په اریايي مدنیت کې ډېره لرغونې مخینه لري. دا اختر په واقعيت کې، په ريښه يې ډول له طبعيت، زمان او مکان سره تړاو لري او خلک يې په ډله ییزه توګه نمانځي. د دغې ورځې تر رارسېدو مخکې ډېر مراسم دي، چې تیاری ورته نیول کېږي. نوروز د شمسي کال لومړۍ ورځ ده، پر دې ورځ په طبيعي توگه د زمان په تله کې انډول راځي، يعنې برابرېږي او ان یما پاچا هم د اعتدال او برابرۍ د ورځې په نامه نومولې ده. له بلې خوا په طبعيت کې هم څرگند بدلون محسوسېږي. پر همدې نېټه نوى موسم يعنې پسرلی پیلېږي.
ښکاره خبره ده، هغه ذهنيت چې رښتينی فکر نه کوي، ورسره ضديت پیلوي. همدا لامل دى، چې هغه ډلې او فرهنگ چې زيات په اصطلاح اسماني احکامو باوري دي، له دې دود سره ضديت ښيي. همدا سبب دې چې ان له پخوا د ځینو مذهبي کړیو له خوا او د هغوی د احکامو له مخې کله ناکله مردود ګڼل شوی دی؛ خو دا اختر د بومي ټولنې په فرهنګ کې ژوره ريښه لري. دا ملي جشن په سېمبولیکه توګه د ژوندانه د تلوسې شور راپورته کوي.
ځینې پوهان د نوروز کلمې ته عقیدوي رنګ ورکوي او وايي، چې نړۍ د لمریز نظام له څرخېدو څخه جوړه شوې او پر همدې ورځ «آدم» پيدا شوی. په همدې سبب چې نوی روح بشریت کې پو شوی، نو «نوې ورځ» یې بولي.
اریایانو په لرغونو وختونو کې کال په دوو برخو وېشلی و، یو تود او بل سوړ فصل. تود فصل یې اووه میاشتی او سوړ یې پنځه میاشتی ښوولی و. په ځينو سیمو کې اوړی یا دوبی دوه میاشتې او ژمی لس میاشتې ښوول کېده. دا چې د پسرلي په راتګ سره د ځمکې پړونی بدلېږي، نو له همدې کبله یې دا ورځ نمانځله، ځکه چې غله دانه، د څارویو څرولو ته ورشوګانې او نورې اسانتیاوې به ورسره راتلې. نوروز په ذات کې د تورتم او روښنايي ترمنځ جګړه ده، چې په پایله کې روښنايي لاسبرې کېږي او ژمی چې د تورو لړو موسم دی، ماته خوري.
یو بل جشن هم شته، چې د مني موسم په نامه یادېږي او «د کرنې د کال جشن» یې هم بولي. په لرغوني زمانو کې د همدې جشن پر مهال یو سړی به په کوڅه او بازار کې په خره سپور ګرځېده. څرنګه چې په بدن یې وېښتان نه و، ملنډې پرې وهل کېدې، د هغه د بې وېښتانو وجود د ژمي سېمبول و، چې ګیاه او پاڼې نه وي. دا دود د «زاګموګ» په نامه یادېږي. درې ورځې په ګرځېده، دغه سړي به له ځانه سره ببوزی لاره، چې ځان ته پرې پکه ووهي ،ګویا چې ګرمي يې شوې. ماشومانو به غونډارې ورګوزارول.
دا دواړه جشنونه د طبیعت زېږنده دي او انسان د طبیعت د بدلون په پلمه دود کړي دي. د کرکیلې جشن او د تورو لړو جشن د انسان د ګټې او د سختیو پر وړاندې خوښي یا خپګان ښوول دي. داسې جشنونه کټ مټ لکه خارق العاده کار ته به چې اسطورې خلق کېدې، رامنځته شوي دي. مثلاً اپولون چې د پوهې خدای یا د نېکمرغۍ خدای بلل کېده یا افرودیت چې د زیوس لور او د عشق او شهوت الهه وه یا د باران الهې ته ورته ډېرې اسطورې شته، چې انسان د طبیعت د بدلون یا د ګټې او زیان له مخې د ځان د اقناع لپاره خلق کړې دي.
په پښتني سیمه کې نوروز یا د نوي کال مراسم په شعوري او لاشعوري توګه نمانځل کېږي. داسې چارې له نوروز سره تړلې دي، پښتانه یې اوس هم ترسروي. دا چې پر اریانا اریايي مذهب زردشت واکمن و، د انسان په خټه کې ځینې دستورات تر اوسه رانقل شوي دي.
د دغه لاشعوري لېږد له مخې یو بل دود د اخیري چهارشبې مراسم دي، چې اوس هم په پښتني سیمه کې دا دود شته او ان اسلامي مذهبي جامه یې ورکړې ده. دا مراسم له نوروز څخه یوه اوونۍ ترمخه پيلېږي. دا د اور یو ډول جشن دی. دا دود به د لمر په لوېدو په کوڅو او کورونو کې نمانځل کېده. ښځې، ماشومان او سړي به له اور نه تاوېدل، د اور لمبو ته بې خطاب کاوه او دعا به یې ویله: «د اخیرې چهارشنبې اوره، ستا سوروالی یا سوربخن رنگ دې زما شي او زما د زېړوالي رنگ دې ستا شي.» له اور سره مینه چې د لمر سېمبول او نښه ده، د سرود ویونکو وینا کې انعکاس کاوه.
بله خبره دا وه، چې په ژمي کې به لمر کم څرګندېده، هغوی به د اور دپاسه د لمر لوېدو پر مهال ټوپونه وهل. هڅول کېدل به او په واقعیت کې به يې د ژمي له خوبه پاڅول. نو کله چې اور مړ کېده، بیا به کوزې او لوښي راوړل کېدل او له اوبو به ډکېدل، د هرې کورنۍ غړي به لږ څه پکې اچول او بیا به یې له بامونو کوڅو ته کوز اړول. نارې به یې کولې، چې درد او بلا دې لرې وي.
د چهارشنبې ورځ په فرهنګ کې یوه مانا لري. د بېلګې په توګه، هر څوک پر دې ورځ چا ته پيسې نه ورکوي یا پور نه خلاصوي. د کال د پای په همدې ورځ له کوره درد او بلا لرې کوي. د چهارشنبې سورې چې په پښتو کې د «وروستۍ چهارشنبه» په نامه يادېږي، خلک پر دې ورځ کورونه پاکوي، نذرونه او دعاوې کوي، چې په بد برخلیک اخته نه شي. د کال په وروستۍ چهارشنبه خلک زیارتونو ته ځي، خیراتونه او نذرونه کوي، حلوا وېشي او نوي کالي بېوزلو ته ورکوي. په دې ډول نوروز ته تیاری اوچمتوالي د کور په څنډلو یا پاکولو پیلېږي. دا د «دروني سپېڅلتیا» په موخه یوه سیمولیکه مخامخېدنه ده.
یو بل څرګند دود اووه ګونې مېوه ده. اووه عدد په فیثاغورثي فلسفه کې هم مبارک عدد دی. کایینات په اوو ورځو کې خلق شوي، یوه اوونۍ اووه ورځې لري. اووه عدد یو الهي عدد دی، چې له خلقت او پيدايښت سره تړاو ښيي. ځينې روحانیونو او مذهبي کسان چې نوروز او د هغه دود غندي، گومان کوي، چې دا دود یو زردشتي بنسټ لري. د اورلمبه یو سېمبولیک عمل دی، چې پر دغه شپه لګېږي او د نور او تیارو ترمنځ جګړه ده. پر دې ورځ هګۍ جنګول کېږي او هګۍ پخپله د حیات او ژوند د پيل سېمبول دی. د نوروز دغه مراسم دولس ورځې دوام کوي.
سره له دې چې په پښتني فرهنګ کې د نوروز نمانځل په بېلابېلو ډولونو کېږي؛ خو د دې چورلټ انکار چې نوروز یوازې په فارسي حوزه کې نمانځل کېږي، سمه خبره نه ده. دا جشن په اریايي تمدن پورې تړلی جشن دی او په اریايي تمدن کې د دغې سیمې اوسېدونکي چې وروسته د نفوس د زیاتوالي له کبله د هندوکش له غرونو فارس، هند او اوسنۍ پکتیا ته کډه شول، راځي.
یوه خبره چې مهه ده، دا چې په اریانا کې د اسلام تر واکمنېدو وروسته ټول پخواني دودونه ورځ تر بلې مردود ګڼل کېدل، ان تر دې چې د دغې سیمې رسم الخط عربي ته واړول شول او تر ډېره يې د فرهنګي یرغل نوم خپل کړ. د ځینې اشاراتو له مخې، د دې لپاره بلخ چې د اریايي تمدن زانګو او ټاټوبی دی، د نوروز یا نوي کال جشن پيکه شي، پخوانیو اسلامپالو ته منسوب زیارتونه ورغول شول او یو ډول تقدس ورته منسوب شو. په دې سره د پخوانیو دود او دستور د مخنیوي هڅه وشوه.
نوروز د دغې خاورې ګډ فرهنګي ارزښت دی او په ډلو ټپلو وېشل يې هم سرسري چلن. دا چې د پښتنو ترمنځ دا دود هغسې چې په فارسي حوزه کې شانداره نمانځل کېږي، نشته، لامل يې دا هم دی، چې د پښتنو ترمنځ د عرب ضد فکر هغسې چې په فارسي حوزه کې موجود دى، نشته. خو پخواني دودونه که هر څومره وځپل شي، بیا هم د خلکو ترمنځ نمانځل کېږي. موږ ځینې چارې په غیرمستقیم توګه چې په نوروز پورې تړلې وي، نمانځو. مثلاً وروستۍ چهارشنبه چې یادونه یې وشوه. د کورونو پاکول، چې د ژوندانه د سمبالولو په مانا ده، کټ مټ لکه ژمی چې خپل بستر ټولوي او پسرلی يې ځای نیسي.
دې ته ورته د پښتو ادبیاتو په کلاسیک متونو کې هم د نوي کال او نوروز په هکله متون او اشعار راغلي دي. خوشال خټک په اوولسمه پېړۍ کې د نوروز په راتګ خوښي څرګنده کړې او لیکي:
د نوروز منت په باغ دی، په صحرا هم
نوراني يې شي، له فیضه هغه دا هم
چې په باغ کې رنګارنګ ګلونه وا شي
غنيمت ده، د ګلونو تماشا هم
یا په بله وینا، خوشال خان د نوروز راتګ پر طبیعت او وګړو پېرزوينه ګڼي او پخپله خوشال خان خټک وايي، چې د نوروز قدرمن دی.
په راتلو درسره نوې خوښي راوړې
په خوشال باندې دې قدر دی نوروزه
نوروز د اریايي سیمې یو ګډ فرهنګي ارزښت دی. د دغه فرهنګي ارزښت وېشل، یوه او بل ته منسوبول له یوه ځير وګړي سره نه ښايي. دا دود له آمو تر اباسینه نمانځل کېږي او ان د عراق تر کردنانو پورې غځېدلی دی. په پېښور کې هم د مارچ پر ۲۱ جنډه بالا مراسم شته، که څه هم پېښور توده سیمه ده او پسرلی هلته تر کابل او مزاره مخکې پیلېږي؛ خو دا دود د خلکو په خټه کې له یوه او بله لېږدول شوی دی. په ټوله کې دا دود او رسم نن سبا په عقیدوي لحاظ په دې خاوره کې نه نمانځل کېږي؛ بلکې د یوه ارزښت او د لرغوني دود په توګه نمانځل کېږي.