۸صبح، پنجشېر: پنجشېر کې ځايي سرچینې د مقاومت جبهې او طالب ځواکونو د نښتو د بیا پیل خبر ورکړی دی.
دا نښتې نن سهشنبه د زمري پر ۱۱ د سهار شاوخوا ۱۰:۳۰ بجې د خنج ولسوالۍ د شابه په غرونو کې پیل شوې او لا دوام لري.
د سرچینو په خبره، تر دا مهاله د دغو نښتو له کبله دوه طالب ځواکونه وژل شوې دي.
سرچینې وايي، چې په خنج ولسوالۍ کې د مقاومت جبهې جنګیالیو مشري د دغې ډلې کومانډویان کوي.
طالبانو تر اوسه د دغو نښتو په اړه څه ویلي نه دي.