د ۱۴۰۰ لمریز کال د وږي میاشتې په نیمایيي کې پنجشېر ولایت د طالبانو لاسته ولوېد. له هغه وخت راهيسي هلته ډيري پيښي شوې دي او د پنجشېر ځایي خلکو د دغو پيښو کړاوونه زغملي دي. که کوم وخت یو منصف څېړونکی د دې هرې پېښې په تړاو څېړنه او ليکنه وکړي، ډېرې ناویلې خبرې به رابرسېره شي. هغه ټکی چې اوس یې ویل اړین دي دا دی چې په پنحشېر کې د طالبانو د اوسني والي حضور ځیني اوسیدونکي خوشبینه کړې دي. ځینې خلک ادعا کوي چې هغه د مخکینو طالب والیانو په پرتله لږ زیان رسوونکی دی او ښه چلند کوي. د اوسني والي د کار له پیلولو مخکې به کله چې د کلیو او بانډو د خلکو استازي د والي دفتر ته ورغلل، نو د والي او د هغه د شاوخوا کسانو له سخت چلند او تندې ژبې سره مخ کېدل، خو اوسنی والي چې ویل کیږي د القاعدې شبکې د غړیتوب مخینه هم لري او د لوګر ولایت اوسېدونکی دی، هڅه کوي له مراجعینو سره ښه چلند ولري او دا موضوع د هغو خلکو په زړونو کې چې په پرلپسې ډول د طالبانو له ناوړه چلنده په تنګ شوي، هیله ژوندۍ ساتي.
له دې سره سره د دې ډلې نظامي ځواکونه لا هم له خلکو سره مناسب چلند نه کوي او د هر چا پر وړاندې بد بینه دي. دا ځواکونه په پنحشېر کې د طالبانو والي او نورو ملکي مامورینو ته ځواب ویونکي نه دي او هر هغه څه کوي چې زړه یې غواړي او د طالبانو له واکمنۍ د خلکو د رضایت او نه رضایت په کیسه کې نه دي. د طالبانو د نظامي ځواکونو کره شمېر چې د دې ډلې د دفاع او کورنیو چارو په وزارتونو پورې اړوند دي او په پنحشېر کې ځای پر ځای شوي دي، څرګند نه دی، خو پنحشېر یو هغه ولایت چې د طالبانو د پراخ پوځي حضور شاهد دی. هغوی په هر کلي کې امنیتي پوستې جوړې کړي او د پرمختللو دوربینونو په مرسته د پنحشېر د اوسېدونکو خوځښتونه څاري او تر ټولو وړې پېښې ته غبرګون ښيي. د دغو ځواکونو پراخ حضور د پنجشېر د اوسېدونکو لپاره ډېرې ستونزې را ولاړې کړي دي، په تېره بيا د دغو ځواکونو ډېره برخه د ځايي خلکو په کورونو کې مېشت دي او د کورنيو خصوصي حریم ته درناوی نه کوي او د دودونو او رواجونو پر خلاف کړنو سره د خلکو رواني امنیت ګډوډوي.
طالبانو د پنجشېر په ځینو سیمو کې د شپې پر ګرځېدو بندیز لګولی او کلیوالو ته یې خبرداری ورکړی چې له اتو بجو وروسته له خپلو کورونو د وتو اجازه نه لري. طالبان په دې سیمو کې د دغو محدودیتونو په پلي کولو کې خورا جدي دي او له سرغړونکو سره سخت چلند کوي. داسې پېښې هم شوې دي چې خلک د ماخوستن د لمانځه له ادا کولو وروسته په جومات کې ناست دي او په لږ ځنډ سره خپلو کورونو ته راستانه شوي دي او طالب جنګیالیو د هغوی پر کورونو یرغل کړی او هغوی یې سپک کړي او د نورو پلټنو لپاره یې له ځان سره بېولي دي. بې له شکه له اوسېدونکو سره دا ډول چلند د خلکو په منځ کې له طالبانو کرکه او نفرت زیاتوي او د طالبانو د رژیم او هېوادوالو ترمنځ واټن زیاتوي.
د مقاومت جبهه او د ازادۍ جبهه هغه دوه جوړښتونه دي چې د طالبانو پر ضد پوځي عملیات کوي. له يو نيم کال راهيسې په پنجشېر کې د دغو دوو جبهو فعاليت محسوس نه دى، خو د دغو دواړو جبهو له خوا ډېرې نا تاييد شوې ادعاوې کېږي چې په پنجشېر او شاوخوا سيمو کې د دغو دوو جبهو پوځي حضور پراخ ښيي. په یوه پیښه کې د روان کال د لیندۍ میاشتې په نیمایي کې د ازادۍ جبهې ادعا وکړه چې په پنحشېر کې یې د طالبانو د والي پر دفتر عملیات کړي او والي ته یې نږدې کسان وژلي او ټپیان کړي دي. د هغو راپورونو له مخې چې موږ ته له باوري سرچینو رارسېدلي دي، دا برید چې د ازادۍ جبهه یې خبرې کوي، په حقیقت کې د لاسي بم یوه چاودنه وه چې د پنجشېر ولایت په یوې لېرې پرتې سیمه کې چې د پنحشېر ولایت بېلابېلې ادارې او ریاستونه پکې دي، شوې ده. د اسنادو او شواهدو له وړاندې کولو پرته د عملیاتو دا لوی ښودنه مخاطب پر دې قانع کوي چې یوازینۍ پایله یې دا ده چې طالبان د اوسیدونکو پر وړاندې حساس کوي او طالب ځواکونو ته پلمه په لاس ورکوي چې د اوسیدونکو په نیولو او شکنجه کولو لاس پورې وکړي. د ځايي اوسېدونکو په وينا، په ځينو مواردو کې ليدل شوي چې طالبان د خلکو د بندي کولو او له هغوى د وسلو او پيسو د ترلاسه کولو په موخه پخپله لاسي بمونه الوځوي.
هغه کسان چې د پنجشېر له جغرافيې سره اشنا دي پر دې پوهيږي چې دغه ولايت بې شمېره درې او کلي لري او په متعارفه مانا ښار نه شي بلل کېدای. د پنجشېر په ګډون د افغانستان د هر کلي اوسېدونکي له يو بل سره تړلي دي او په ډېرو مواردو کې د يوې لويې کورنۍ په څېر ګډ ژوند کوي. تاسو تصور وکړئ چې کله پردي خلک چې د دغو کلیو د اوسېدونکو پر ژبه نه پوهېږي او نه د هغوی له کلتور او دودونو سره بلد دي، له وسلو سره دغو کلیو ته ننوځي څه به کېږي؟ يقيناً په دې حالت کې د کلي خلک له داسې حالت سره مخ کيږي چې مخکې يې هيڅکله نه وي لیدلی او له رواني پلوه تر سخت فشار لاندې راځي . له بده مرغه، د طالبانو نظامي مشران خپلو جنګیالیو ته د دې ښوونه نه کوي چې څنګه له ځایی خلکو سره چلند وکړي. هر طالب جنګیالی چې په پنحشېر کې حضور لري، ځان د خلکو د ژوند او مرګ خاوند ګڼي. د طالبانو ځینو قومندانانو د اوسیدونکو کورونه نیولي او کله ناکله هغو لوکسو کورونو ته چې له پخوانیو چاروکو پاتې دي، د کوچیانو د خیمې په سترګه ګوري.
په پنحشېر کې د القاعدې د ځینو عناصرو د حضور په تړاو ګومانونه او ګنګوسې شته. طالبان په پټه کار کولو کې مهارت لري، خو دومره څرګنده ده چې د جنګلک په کلي او د شهید احمدشاه مسعود په کور کې داسې خلک شته چې پټ او له رازونو ډک ژوند کوي، تر دې چې طالب جنګیالیو ته هم اجازه نه ورکول کېږي چې دې سیمې ته نږدې و اوسېږي. په پنجشېر کې د طالبانو اوسنی والي د القاعدې د غړیتوب مخینه لري او د بن لادن له نږدې کسانو و. داسې انګیرل کیږي چې د القاعدې غړو د پنحشېر جغرافیه د پټ ژوند لپاره د ښه ځای په توګه تشخیص کړې ده. طالبانو د پنجشېر تر نيولو وروسته د احمدشاه مسعود د قبر ترڅنګ يوه لويه سيمه د پوځي تمريناتو لپاره چمتو کړې ده. ښایي په اوږد مهال کې طالبان غواړي پنحشېر په خپلو جګړو کې د یوې سوق الجیشي سیمې په توګه وکاروي.
بله د یادولو وړ خبره دا ده چې د پنحشېر سیمه ییز طالب چارواکي د تل په څیر د نړیوالو خیریه موسسو د مرستو د وېش په بهیر کې لاسوهنه کوي او د دغو مرستو مهمه برخه خپلو خپلوانو او منسوبانو ته ورکوي. د طالبانو سیمه ییز چارواکي په نړیوالو ادارو کې د کسانو په ګومارلو کې لاسوهنه کوي او په ډېرو مواردو کې په دغو ادارو کې د دوی په خوښه کسان ګوماري. ظاهراً نړیوال بنسټونه خوښ دي چې طالبانو د فعالیت اجازه ورکړې او له همدې امله چمتو دي چې د طالبانو فرمایشتونه په ښه ډول عملي کړي. د مرستو د وېش په بهیر کې د طالبانو لاسوهنه د دې لامل شوې چې حق حقدارو ته ونه رسیږي او مستحق کسان له مرستو بې برخې شي.
پنجشېر لاس ناخوړلی طبيعت لري، خو د طالبانو په راتګ سره ډېر زيانونه وراوښتي دي. طالبان چې هرچیرته یې زړه وغواړي، رفع حاجت کوي ان د سیند پر غاړه. ډیری طالب جنګیالي له لېرې پرتو او د عصري ژوند له اساساتو سره له نابلدو سیمو پنحشېر ته راغلي دي، له همدې امله چاپیریال ته پام نه کوي او د چاپیریال په نوم مفهوم نه درک کوي. هغه تشنابونه چې پخوا دپنجشير ولايت په رياستونو او دفترونو کې جوړ شوي وو د طالب جنګیالیو له خوا څه ناڅه يا په بشپړ ډول له کاره لوېدلي دي. مراجعین او دولتي کارکوونکي باید په خلاصو میدانونو کې رفع حاجت وکړي. طالبان ډېر لېواله دي چې له شور او ځوږه ډکې غونډې وکړي. کله چې دا غونډې پای ته ورسیږي، هغه څه چې لیدل کیږي هغه پلاستیکونه او کثافات دي چې له دغو غونډو پاتې کیږي.
له هېوادوالو او په تېره بیا د پنجشېر له اوسېدونکو سره د طالبانو چلند په بشپړه توګه د يوه يرغلګر پردي ځواک چلند ته ورته دی. د پنجشېر اوسېدونکی وايي: د طالبانو له ادعاوو سره سره چې له تبعیض او تعصب او له فساده د پاک حکومت د جوړولو هوډ لري، خو له خلکو سره د هغوی د اړیکو څرنګوالی دا شک پیاوړی کوي چې ګواکې دغه ډله د حکومت کولو په لټه کې نه ده، بلکې هوډ لري چې د ټولنې د بېلابېلو قومونو او پاړکیو تر منځ پاتې خوشبیني له منځه یوسي او بیا د یو بل ځواک لپاره ځای خوشي کړي. په هرصورت، دا کار له دوو حالتونو بهر نه دی. یا د طالبانو مشران له عامو خلکو سره د چلند کولو په تړاو د پام وړ تګلاره نه لري، یا دا چې جنګیالي او سرتېري یې اطاعت نه کوي او سپارښتنو ته یې غوږ نه نیسي. دا مهال طالبان د خپلې خوښې د امنیت د ټینګښت لپاره د بدبینۍ او کرکې د راپارېدو زمینه پراخوي او دا مسأله په اوږدمهال کې نه یوازې د امنیت له ټینګښت سره مرسته نه کوي، بلکې د لا نورو نا امنیو لپاره فضا برابروي.