د ۸صبح ورځپاڼې موندنې ښيي چې د د روان ميلادي کال د اکټوبر په لومړیو کې د تخار په ولایتي روغتون کې پر یوې ۱۳ کلنې نجلۍ ډلهییز جنسي تېری شوی دی. د راپور د موندنو له مخې، دا نجلۍ د آیسيیو څانګې د یوه ناروغ پايوازه وه. سرچینو ټینګار کړی چې دا جنسي تېری د روغتون خدمتونو د څانګې د یوې ښځینه کارکوونکې رقیه په زمینهسازۍ شوی دی.
د سرچینو په وینا، پر نجلۍ ۱۲ ځلې جنسي تېری شوی او له دې پېښې وروسته د روغتون آیسيیو څانګه تړل شوې ده. په دې راپور کې د قرباني شوې نجلۍ لپاره مستعار نوم کارول شوی دی.د راپور موندنې ښيي چې دا دوسیه د طالبانو امنیتي ادارو ته هم رسېدلې او په تخار کې د طالبانو د جنایي جرمونو پر وړاندې مبارزه ریاست په جلا جلا استعلامونو سره د طالبانو د عامې روغتیا رییس او ځینو نورو تورنو کارکوونکو ته لیکونه استولي او احضار کړي يې دي.
په تخار کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ د جنایي جرمونو پر وړاندې مبارزه ریاست په خپل ۶۱۷ ګڼه لیک کې، چې په دې وروستيو کې یې د طالبانو د عامې روغتیا رییس ته استولی، د دې دوسیې په اړه د وضاحت غوښتنه کړې ده. په دې استعلام کې د طالبانو دعامې روغتیا له رییسه غوښتل شوي چې ځان معرفي کړي او د ۱۳ کلنې عارفې (مستعار نوم) په اړه چې ویل کېږي شپږ ورځې یې د ماشومانو په څانګه کې ساتلې او جنسي تېری پرې شوی، توضیحات ورکړي.
په استعلام کې راغلي:«تخار ولايت [طالبانو ] د عامې روغتيا محترم رييس خپل بشپړ نوم، د پلار نوم، عمر، اصلي او اوسني استوګنځی او د اړیکې شمېره ولیکئ.»په دې لیک د عامې روغتیا له رییسه همداراز غوښتل شوي چې د عارفې بې هوښه کولو او پر هغې د شوي جنسي تېري په اړه توضیحات ورکړي. په یوه برخه کې د طالبانو د عامې روغتیا له رییسه په لاندې ډول پوښتل شوي:
«۱۳ کلنه عارفې (مستعار) په خپلو څرګندونو کې ویلي چې شپږ ورځې يې د ماشومانو په څانګو کې ساتلې وم او رقيې ما ته د بې هوشۍ ټابلېټونه راکول، آیا په دې وخت کې ستاسو کسانو پر هغې جنسي تېری کړی که نه؟ که تېری شوی وي، د چا لخوا، په کومه نېټه او ځای کې شوی؟ د ټولو ښکېلو کسانو بشپړ نومونه په څرګند ډول ولیکئ.»
د طالبانو د جنایي جرمونو پر وړاندې مبارزه ریاست د استعلام په درېیم بند کې لیکي چې عارفه شپږ ورځې په روغتون کې ساتل شوې او پرې جنسي تېری شوی دی. وروسته یې له مور سره روغتون ته شکایت کړی، خو د روغتون آمر او د شکایاتو اورېدو آمر هڅه کړې چې د قضیې د پټولو په بدل کې هغوی ته رشوت ورکړي او قضیه رسمي نه شي.
د طالبانو د جنایي جرمونو پر وړاندې مبارزه ریاست تایید کړې چې له دې ۱۳ کلنې نجلۍ څخه ویډیو اخیستل شوې او د روغتون له رییسه یې غوښتي چې په دې اړه توضیحات ورکړي. په لیک کې راغلي: «له شکایت کوونکې ۱۳ کلنې عارفې او د هغې له موره مو ویډیو اخیستې ده. په اخیستل شوې ویډیو کې پر کومو کسانو شکایت شوی او دا ویډیو له چاسره ده؟ آیا دا قضیه مو د ولایت له مقام او کشفي ادارو سره شریکه کړې که نه؟ په تفصیل سره د اسنادو له مخې معلومات راکړئ.»
په استعلام کې د تخار ولایتي روغتون د مسوولانو له خوا د بکارت د پردې معاینه او د قضیې د پټ ساتلو لپاره د پټولو هڅې هم څرګندې شوې. څېړنې ښيي چې دغه ۱۳ کلنه نجلۍ له جنسي تیري وروسته د ښځو د څانګې متخصصینو ته راجع شوې وه.

د طالبانو د جنایي جرمونو پر وړندې د مبارزې مدیریت په متن کېراغلي دي:« عارفه له ساتلو او پرې له جنسي تېري وروسته، ستاسو د متخصصې عزیزې او قابلو پ له کوم رسمي استعلام پرته، په یوه ګډ خونه کې او ستاسو او د شکایاتو د اورېدو د آمر په همغږۍ د بکارت له اړخه معاینه شوې ده. ستاسو د پټولو لامل څه دی، د اسنادو له مخې ځواب راکړئ.»
په استعلام کې د روغتون د خدمتونو د هغې کارکوونکې په تړاو هم پوښتنې شوې دي چې د رسمي کار له پای ته رسېدو وروسته یې د تخار ولایتي روغتون د رییس په شخصي کلینیک کې کار کاوه او د دې ۱۳ کلنې نجلۍ د جنسي تیري پر زمینې برابرولو تورنه ده.
په متن کې راغلي رقیه ستاسو د روغتون د آمر د باور وړ ده، ستاسو له خوا استخدام شوې، په روغتون کې رسمي دنده لري او له رسمي وخت وروسته د میاشتې په درې زره افغانۍ د روغتون د آمر په شخصي کلینیکونو کې کار کوي. د دې کارونو لامل څه دی، په تفصیل معلومات راکړئ.»
د طالبانو د جنایي جرمونو پر وړاندې مبارزه ریاست په استعلام کې د رشوت ورکولو موضوع هم افشا کړې ده. د دې سند له مخې، تورنې رقیه د قضیې د رسمي کېدو د مخنیوي په بدل کې سل زره افغانۍ رشوت غوښتی دی. په لیک کې راغليي:« راکیې (رقیې) د ۱۳ کلنې عارفې د ساتلو، بېهوښه کولو او جنسي تېري په بدل کې یو لک افغانۍ غوښتي او ژمنه یې کړې چې دا پیسې به له ښکېلو کسانو اخلي او د قرباني شوې نجلۍ کورنۍ ته به یې ورکوي څو قضیه رسمي نه شي. ستاسو کوم کارکوونکي دا پیسې ورکولې او تاسو په دې اړه څه معلومات لرئ، په تفصیل ځواب راکړئ.»
په تخار کې د طالبانو د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزه ریاست لیک ښيي چې دا نجلۍ له شپږو ورځو ساتلو وروسته د «خاله رقيې» له خوا د نمکآب ولسوالۍ ته لېږدول شوې ده. په لیک کې د طالبانو دعامې روغتیا له رییسه پوښتل شوشوي.: «د دې شپږو ورځو ساتلو، جنسي تېري او بیا د (رکیې) رقيې له خوا د نمکآب ولسوالۍ ته د لېږدولو او هلته پرې د جنسي تېري لامل څه دی؟ آیا د روغتون آمریت د ناروغانو د درملنې ځای دی که ستاسو د کارکوونکو او نورو کسانو د قوادۍ ځای؟ په تفصیل معلومات راکړئ.»
د طالبانو د جنایي جرمونو پروړاندې د مبارزې مدیریت د تخار ولایتي روغتون ځینې کارکوونکي هم احضار کړي دي. د لیک په یوه کاپي کې چې د ۸ صبح ورځپاڼې لاسته رسېدلي راغلي«: “د روغتون د رییس محمد آصف احمدي؛ د آي سيیو د مسوول ډاکټر شجاع الدین شارق؛ د شکایتونو داورېدو آمر نقیب الله هیوادمل او د تخار ولایتي روغتون ساتونکی ګل رحمان احضارېدو ته اړتیاده څو تاسو په رسمي ډول یاد شوي کسان دې ادارژ ته معرفي کړئ ترڅو مطلوب اقدامات ترسره شي.»
څوک د تالقان په روغتون کې په جنسي تېري د تورنو کسانو ساتنه کوي؟
سرچینو وايي چې د دغو تورنو ملاتړی مولوی خادم درقدي دی چې د طالبانو د عامې روغتیا رییس د تره زوی دی. همداراز د طالبانو د چارود ادارې د دفتر رییس مولوی فیروز چې د درقد ولسوالۍ اوسېدونکی او د عامې روغتیا رییس نږدې کس دی، د تورنو ملاتړ کوي. سرچینو زیاته کړې چې په سمنګان کې د طالبانو د استخباراتو مرستیال محمد بهیج هم په تخار کې ددې ډلې د عامې روغتیا رییس ملاتړ کوي. سرچینو ټینګار کړی چې په خواجه بهاءالدین ولسوالۍ کې د طالبانوامنیه قوماندان سروري په مکرر ډول د تالقان د جنایي جرمونو له مدیریت سره اړیکه نیسي څو قضیه وتړل شي او د قرباني کورنۍ ګواښي چې د دې قضیې له تعقیبولو لاسواخلي.
سرچینو ویلي چې ډاکټر محمد آصف احمدي کله چې د کووید-۱۹ روغتون سرطبیب و، رقیه یې هلته استخدام کړې وه. وروسته چې ولایتي روغتون آمر شو، رقیه یې بیا له ځان سره راوسته. د سرچینو په وینا، دا ښځه تر مازدیګر پورې په روغتون کې وي او بیا د دغه ډاکټر په خصوصي کلینیک کې کار کوي. د سرچینو د ادعا له مخې، د رقيې د لارې هوارولو پربنسټ، په روغتون کې دننه او بهر پر دې ۱۳ کلنې نجلۍ جنسي تېری شوی دی.
سرچینو ټینګار کړی چې دا د طالبانو د عامې روغتیا رییس او ورسره تړلو ځینو روغتیایي کارکوونکو لخوا څلورم جنسي تېری دی. تردې وړاندې هم په روغتون کې جنسي تېري شوي خو پټ شوي دي. سرچینو د تخار د طالبانو عامې روغتیا رییس یو «عياش او فحاش» کس بللی، ویلي یې دي چې د ریاست د مدیریت وړتیا نه لري، خلک یې له جنسي تېريو او چلنده ستړي شوي او د شکایت لپاره هېڅ مرجع نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې په لسګونو جنسي تېريو کې ښکېل بلل کېږي. ۸صبح ورځپاڼې تر دې وړاندې په څو راپورونو کې موندلي چې پر ځينوښځو د طالبانو په زندانونو او توقیفځایونو کې د طالبانو له خوا پرې انفرادي او ډلهییز جنسي تېري شوي دي. د ۸صبح موندنې ښيي چې ځینې ښځې او نجونې په توقیفځایونو او زندانونو کې د جنسي تېري قرباني شوې دي. طالبان په توقیفځایونو کې د پلټنو پر مهال له تورنو غواړي چې ځانونه بربنډ کړي او څوک چې سرغړونه وکړي نو په سختۍ شکنجه کوي، تر دې چې جنسي غړي یې هم وهي ټکوي.


