۸صبح، کابل: د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنیو راپور ورکړ ی چې پرون ۹۰۳ افغانې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس دوشنبه د زمري پر۲۰مه راپور ورکړ چې ۹۷ کورنۍ د تورخم له لارې، ۵۵ کورنۍ د کندهار د سپین بولدک له لارې، ۸۲ کورنۍ د نیمروز د ورېښمو پله له لارې، یوه کورنۍ د پکتیکا د انګور اډې له لارې، او ۶۶۸ کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.
وړمه ورځ هم، نږدې ۱۰۰۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې وې.
له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو اېستل دوام لري او په وروستیو ورځو کې زیات شوی دی.
ایراني چارواکو ویلي چې په تېرو ۱۰۰ ورځو له یو میلیون څخه ډېر افغان کډوال اېستل شوي دي.





