۸صبح، کندوز: په کندوز کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې له یو ځوانه سر پری شوی دی.
سرچینو پنجشنبه د کب پر ۲۴مه ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې درې ورځې وړاندې د دغه ځوان مړی د کندوز ښار د دریمې ناحیې په اړوند کې د نوموړي کور خواته موندل شوی دی.
دا ځوان عصمتالله نومېده او تازه له ایرانه راستون شوی و او په کندوز ښار کې یې «زرنج» چلوله.
تر اوسه د دغې وژنې انګیزه روښانه نه ده.
په کندوز کې د طالبانو امنیې قوماندانې هم د دې پېښې پخلی کړی او ویلي دي چې د عصمتالله د وژنې په تور یې پنځه کسان نیولي دي.
د یادونې ده چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د هېواد په ځينو سیمو کې مرموزې وژنې ډېرې شوې دي.
روانه اوونۍ د کب پر ۲۲مه د لوګر مرکز پلعلم ښار د پادخوابشانه په سیمه کې هم یو کس په مرموز ډول وژل شوی و.