۸صبح، زابل: سیمهییزې سرچینې وایي، چې طالبانو په زابل کې د دغه ولایت د صرافانو عمومي مارکېټ د مالیو د نه ورکولو له امله تړلی دی.
دغه مارکېټ سهشنبه د تلې پر نولسمه د طالبانو له خوا تړل شوی دی.
د سرچینو په وینا زابل کې طالب مسوولانو صرافانو ته ویلي ترڅو، چې خپلې مالیې ورنهکړي او د کلدارو له کارولو هم ډډه ونهکړي د صرافانو مارکېټ به تړلی وي.
زابل کې صرافان بیا وایي، چې طالبان د هغوی د کاروبار مخه نیسي او په بېلابېلو پلمو هغوی ته ستونزې جوړوي.
د هغوی په وینا طالبان هغو کسانو ته، چې شخصي کاروبارونه لري په ښه سترګه نه ګوري.
د ویلو ده، چې بغلان کې کارخونې لرونکي هم د مالیو له لوړوالي شکایت کړی او له طالبانو یې غوښتي، چې مالیې کمې کړي.