۸صبح، کندهار: په کندهار او زابل کې سرچینې وايي چې په دغو ولایتونو کې د ورښتونو له کبله د کورونو چتونه لوېدلي دي.
په دغو ولایتونو کې نن یکشنبه د کب پر ۲۰مه د سختو ورښتنو له کبله د کورونو چتونه لويدلي چې له کبله یې دوو ماشومانو ژوند بایللی دی،
په کندهار کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند اسدالله جمشید ویلي چې نن غرمه د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ د لسمې حوزې په اړوند سیمه کې د یو کور چت لوېدلی چې له کبله یې یوه وړه نجلۍ مړه شوې ده.
ورته مهال په زابل کې هم ځايي سرچینو ویلي چې د دغه ولایت په خاک افغان ولسوالۍ کې د ورښتونو له کبله د یو کور چت لوېدلی دی.
د سرچینو په خبره، په دې پېښه کې یو اووه کلن ماشوم ژوند له لاسه ورکړی دی.
یاده دې وي چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې درنه واوره او شدید بارانونه شوي دي چې له کبله یې یو شمېر خلکو ته مالي او ځاني زیانونونه اړولي دي.
پرون د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت هم د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د واورې او بارانونو د ورښت خبرداری ورکړی و.