۸صبح، زابل: په زابل کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د یوې کوټې د چت پرېوتو په پېښه کې یو کس مړ شوی او درې نور ټپيان شوي دي.
دا پېښه چهارشنبه د کب پر ۲۳مه د زابل په مرکز قلات ښار کې شوې ده.
ورته مهال، په زابل کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس رحمتالله حماد هم د دې پېښې پخلی کړی دی.
د نوموړي په خبره، د دې پېښې قربانیان د یوې کورنۍ غړي و.
په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې طبیعي پېښو ګڼ شمېر کسانو ته د سر زیان اړولی دی.
پرون په هرات کې هم ورته پېښه کې د یوې کورنۍ څلور غړي مړه شوي و.