په دې ورځو کې طالبان په پرلپسې توګه د افغانستان د ښوونځیو او مدرسو نصاب او تدریسي سیستم بي کاره او بې ګټې بولي. دلته ديني مدرسې هماغه دینې مدرسې دي او ښوونځي هماغه عصري ښوونځي دي. ظاهراً د دینې مدرسو د روزنې د نظام لپاره د “بيکاره” صفت او د عصري ښوونځيو د نصاب لپاره هم د “بېکاره” صفت د طالبانو لخوا کارول کېږي.
تر دی ځایه طالبان په حقه دي چې د افغانستان د ښوونځیو نصاب له ستونزو ډک دی. د املا او انشا ډیرې ستونزې لري چې د زده کونکو لپاره په کتاب پوهېدل ستونزمن کوي. له بلې خوا، په دې کتابونو کې د تاریخ د تحریف په ګډون ځینې تېروتنې لیدل کیږي. یوه تر ټولو خندوونکې بېلګه د یوولسم ټولګي د کلتور په کتاب کې د اولمپیک د مډال ګټونکو له نوملړه د روح الله نیکپا نوم او عکس لیرې کول دي. نیکپا د افغانستان د المپیک لومړنی مډال ګټونکی دی، چې د ۲۰۰۸ کال د اندونیزیا د المپیک لاسته راوړنه یې د یوولسم ټولګي د کلتور په کتاب کې ذکر شوې ده، خو نوم او انځور یې نه دی یاد شوی. دا پدې مانا ده چې د هغه لاسته راوړنې یو څه بل چا ته منسوب شوي. د نیوکو په غبرګون کې هغه مهال ويل شوي وو چې د پوهنې وزارت د نيکپا د لوړ کيفيت عکس نه درلود نو له همدې امله يې د نثار احمد بهاوي عکس چاپ کړ؛ هغه څوک چې د المپیک لوبو ته یې لاره پیدا کړه، خو د ټپ له امله یې مډال و نه شو ګټلی. دا استدلال هغومره مسخره دی لکه څنګه چې پخپله د نیکپا د نوم لرې کول یوه مسخره ده.
کله چې د مکتب د تاریخ کتابونه لولئ، فکر کوئ چې امیر خپل میرزایان را بللي او هر یو ته یې امر کړی چې د (امیر) د خوښې له مخې تاریخ بیا ولیکي. په دې بیا لیکلو کې هغه څه لرې کړئ چې امیر یې نه خوښوي او هغه څه اضافه کړئ چې امیر یې خوښوي. د مکتب د تاریخ کتابونه چې موږ لولو، په ځانګړې توګه د نهم او دولسم ټولګي د تاریخ کتابونه د امیر عبدالرحمن په ګډون د افغانستان د پاچاهان او واکمنان اتلان ګڼلې دي. خو د دوی د کومو جرمونو یادونه یې نه ده کړې. دا ټول جعل او دروغو ته په یو نظر لیدل شوي دي.
اوس که د بې بنسټه ادعاوو او جعل کاریو راتیر شو، په دې کتابونو کې مسایل ډېر تازه نه دي. په ځینو مواردو کې، نیوکه کوونکو د دغو کتابونو د منځپانګې د زوړتوب په اړه خبرې کړې دي. باید په یاد ولرئ چې ټایپي او املايې غلطۍ د حساب وړ ندي.
له بلې خوا، په دیني مدرسو کې دودیزې زده کړې کېږي. مګر دا مدرسې ډیر زوړ سیسټم کاروي. بغدادي قاعده اوس هم د شاګردانو د تدریس اساس دی. کله چې ما د بغدادي قاعده تر یوه حده لوستل زده کړل او بیا مي “پنج ګنج” پیل کړ، نو نه پوهېدم چې د دې کتاب په شعرونو کې “پ، چ، ژ او ګ” له کومه راغلی. وضعیت همداسی دی. په تېرو شلو کلونو کې که څه هم د ښوونځیو د ښوونیز نظام د تازه کولو لپاره څه نا څه کار شوی، خو د دیني مدرسو لپاره هېڅ کار نه دی شوی. که موږ په افغانستان کې دوه عصري او دودیز تعلیمي سیسټمونه سره پرتله کړو، د عصري سیسټم کتابونه یوازي د نومونو له مخې عصري او ګټور دي، او په دې حالت کې د دودیز سیسټم د کتابونو هیڅ نوم نشی اخیستی. دا دواړه د پرتلې وړ نه دي. خو په ټوليزه توګه تر دې دمه د ديني مدرسو او ښوونځيو د پخواني او غيرفعاله تعليمي نظام په اړه د طالبانو ادعا رښتيني ده.
خو ستونزه هغه وخت رامنځته کېږي چې د ښوونیز نظام اصلاح کوونکي طالبان وي. د بڼو د سمولو پرځای به دوی سترګې ړندې کړي. د دوی د چلند او خبرو شالید او د دوی اوسنۍ کړنې همداسې څه په ګوته کوي. طالبان اوس د دغو دوو ښوونیزو نظامونو د یوځای کولو خبره کوي. دوی غواړي نور د ښوونځيو او دینې مدارسو په نوم دوه جلا جلا بنسټونه وجود ونه لري، بلکې یو له بل سره یوځای شي. څرنګه چې طالبان له ټوپک پرته د هرې معاصرې ښکارندې مخالف دي او له عصري زده کړو سره يې مخالفت پټ نه دى، نو اټکل کيداى شي چې دغه ډله د عصري ښوونځيو د تړلو هڅه کوي. د هېواد په ګوټ ګوټ کې د زرګونو دیني مدرسو جوړول هم د ښوونځیو د دروازو له تړلو وروسته د تشي ډکول دي. که څه هم په دې مدرسو کې شاید د عصري ښوونځیو ځینې موضوعات شامل وي چې د طالبانو په آند د دین او شریعت له لوستلو سره په ټکر کې نه وي. په حقیقت کې ښوونځی په مدرسه بدلیږي او د عصري زده کړې ځای دودیزي زده کړي نیسي، له پورته څخه ښکته ته وده ورکول دي.
طالبان به د ښوونځيو د نصاب په اصلاح کولو سره دغه اداره د ترهګرۍ او افراطیت د تولید په مرکز بدله کړي. د دې پر ځای چې شاګردان په سواد او پراخ لید سره وروزي، دوی ته به ایډیالوژیکي بار ور د غاړي کړي او ښوونځي به د ګاونډي هیواد له دیوبندي مدرسو سره ونښلوي. په پوهنتونونو او ښوونځیو کې د تدریس لپاره له پاکستان څخه د راستنو شوو ملایانو او جنګیالیو ګمارل د تعلیم د ایډیالوژیکي کولو د پروسې یوه برخه ده؛ ډیری دا ملایان حتی د فارسي او پښتو متنونو په لوستلو نه پوهیږي، مګر دوی ځکه ګمارل شوي چې دوی طالبان وو. هغه څه چې دوی پري پوهیږي د جنګیالیو روزنه ده، نه د زده کونکو روزل، او په نهایت کې راتلونکي پوهان، اختراع کوونکي او مسلکي کسانو روزل.
افغاني ټولنه د وروسته پاتې کېدلو ظرفیت لري. طالبان دا ظرفیت خړوبولی شي. تر څو چې امکان ولري، دوی به افغانستان شا ته بوزي. د دې کار تر ټولو مهمه او اغېزمنه طریقه د نجونو د زده کړې مخنیوی او له عصري زده کړو څخه د دودیزو زده کړو په لور د هلکانو راګرځول دي؛ داسې زده کړه چې په شاګرد کې خلاقیت وژني او د طوطي په څېر حفظ ته یې لار هواروي، له بلې خوا دغه تعلیمي نظام شاګرد پوښتنې راپورته کوونکی نه جوړوي. په دې سیسټم کې، زده کوونکی زده کوي چې څنګه غوږ ونیسي او اطاعت وکړي؛ هغه څه چې طالبان یې خوښوي او د داسې ټولنې د جوړولو لپاره سخت کار کوي. دا ډول ټولنه نه ژبه لري، نه غبرګون او نه احساس. هر څه په کې تړل شوي دي. په داسې ټولنه کې “جوړول” پردی پدیده ښکاري او “تخریب” یو محبوب او خوښې کار ګرځي.
بله مسله د نړیوال پرمختګ له کاروان څخه پاتی کیدل دي. اوس هم افغانستان په سختۍ سره د نورو هیوادونو په نقش قدم پلونه ږدي، ترڅو له هغوي سره په لار روان شي، که څه هم له نورو ټولنو څخه په ډیر لری واټن کې پاتی دی. که طالبان وکولای شي د ښوونځيو دروازې وتړي او نوري ډېري مدرسي جوړي کړي، نو وضعیت به ډېر خراب شي. د طالبانو په مدرسو کې یوازینۍ ټیکنالوژي چې زده کوونکی یې زده کوي د بیرل ماینونو جوړول دي. دا ممکنه نه ده چې د پیښور د قصه خوانی بازار ژیړو کتابونو سره «باسواده» او د نورو انساني ټولنو سره ګډه ژبه پیدا کړو. دا ممکنه نه ده چې په دې کتابونو په علم کمپیوټر زده کړو او د سوکالۍ په لور ګام پورته کړو.
په افغانستان کې تعلیم ته اړتیا ده چې د ایډیالوژۍ او طالب جنګیالیو څخه خلاص شو. اوس تعلیم د طالبانو په جال کې راګیر دی او وضعیت داسې شوی چې که غواړی او که نه غواړی داوړه ستونځمنې خبرې دي. خلک نه پوهيږي چې په مدرسه کې زده کړه ګټوره ده که ضررناکه او حتی په ښوونځيو کې چې طالبان ورته نصاب جوړوي او جنګيالي ښوونکي وي. که طالبان دا اداره کړي چې ښوونځي په مدرسو کې مدغم کړي او په خپل آند او ایډیالوژۍ سره یو نوی نصاب ورته جوړ کړي، نو هغه وخت به د زده کړي “شر” دوه ځله شي. په دې حالت کې، د عمل غوره لاره به له تعلیم څخه تیښته کول وي.
د تعلیم خوندي کول یوه جدي اړتیا ده. د ښوونځیو په مدرسو بدلولو او د علم د بندولو د مخنیوي لپاره باید له هرې ممکنې لارې کار واخیستل شي. د ښوونځي له منځه وړل یا د مدرسو جوړول – که څه هم نوم یې لاهم ښوونځی پاتي شي – یوازې پدې ټولنه کې چې واکمنان یې د ګاونډیو دیني مدرسو څخه راغلي او ځانونه طالبان و بولي شونې ده.