• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۷ تله ۱۴۰۵ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د ښوونیز نصاب بدلولو ته غبرګونونه، د طالبانو دا کار ورانوونکی او د ترهګرو روزنه ده

۸صبح ۸صبح
۲۹ ليندۍ/قوس ۱۴۰۱ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۲ [t_time:1671556151]

په تېر یو نیم کال کې طالبانو د نجونو د منځنۍ او لېسې دورې د ښوونځیو دروازې تړلې دي. هغوی د نجونو د ښوونځیو د پرانېستو لپاره له کورنیو او بهرنیو فشارونو وروسته استدلال کوي چې د نصاب په بدلېدو سره به د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانېستل شي. د طالبانو د پوهنې وزارت چارواکو تر دې وړاندې هم ویلي وو، چې پر نصاب کار روان دی او ډېر ژر به پرې بیا کتنه وشي، خو تر اوسه یې د دې بدلون جزیات نه دي خپاره کړي.

اوس ۸صبح ورځپاڼې د طالبانو د «عصري ښوونځيو د نصاب د بیا کتنې کمېټې» راپور ته لاسرسی موندلی دی، چې طالبانو د ځینو ښوونیزو مضمونونو د لېرې کولو تر څنګ، د کتابونو د منځپانګې په تړاو د خپلې ایډیالوژۍ پر بنسټ، ملاحظې لرلي او وړاندیزونه یې کړي دي. خو یو شمېر ښوونکی، سیاستوال، د بشري حقونو سازمانونه او هېوادوال د طالبانو دغه کړنه « ورانوونکې او ترهګرو پالنه» بولي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې پر طالبانو د لا زیات فشار په اچولو سره د دې تګلارې د عملي کېدو مخه ونیسي.

د ۸صبح ورځپاڼې څېړنیز رپوټ ښيي، چې د طالبانو د ښوونځيو د نصاب د بیا کتنې د کمېټې غړي هوډ لري چې د هېواد په ښوونیز نصاب کې « وینه او کرکه» شامله کړي. د دې راپور له مخې، طالبانو د ژوندیو موجوداتو د عکسونو لېرې کول، جهاد ته هڅول، د دیموکراسۍ او بشري حقونو نفیه کول، له غیراسلامي نړۍ سره ضدیت، د اهل تشیع پردي بلل، د نوروز پر نمانځلو بندیزاو د لوېدیځو پوهانو د انځورونو او معلوماتو لېرې کول په ښوونیز نصاب کې د بیا کتنې تر ټولو مهم ټکي بللي او د دې ډلې مشرتابه ته یې وړاندیز کړی چې په نښه شوي موارد باید حذف شي. دغه رپوټ د سیاستوالو، فرهنګپالو او د هیواد د ډیری خلکو له توند او پراخ غبرګون سره مخ شوی دی. یو شمیر سیاستوالو دا بدلونونه «ارتجاعي انقلاب او د ارښتونو راټېټدل» ګڼلي دي.

د ښوونکو غبرګون

مېرمن کریمي د هرات د یوه دولتي ښوونځي ښوونکې ده. هغه وايي، چې د طالبانو دښوونیز نصاب په تړاو د ۸صبح ورځپاڼې د راپور موندنې ورته هېښوونکي دي. هغه ټینګار کوي، چې د افغانستان خلک غواړي چې ښونیز نصاب غیرسیاسي شي.
دغه ښوونکې زیاتوي: «د افغانستان د خلکو هیله دا ده چې د پوهنې وزارت درسي نصاب یا درسي کتابونه د پخوا په څېر وي. د کتابونو منځپانګه مه لېرې کوئ. د یوې ټولنې د ودې او پرمختګ لپاره باید د هغه هېواد پوهنې ته ډېره پاملرنه وشي. یو هیواد هغه وخت ذهني او فکري وده کوي چې زده کوونکي عصري او انساني پوهه زده کړي. د هغې په ​​وينا، سږ کال له مرکزه د لېږل شویو ډیری کتابونو د وېش اجازه ځکه نه ده ورکړل شوې چې د ښځو عکسونه پکې دي.»

شمائل (مستعار نوم ) د کابل ښار یو بله ښوونکې ده . نوموړې وايي چې په اوسنيو شیرایطو کې د ښځو ضد کلیشو له لرلو سره سره، اوسنی نصاب یو ( غنیمت» دی. د هغې په ​​وينا، که د طالبانو د خوښې وړ بدلونونه عملي شي، هېواد په عملي توګه د عصري زده کړو معيارونه له لاسه ورکوي. دغه ښوونکې په دې باور ده، چې په اوسنیو وړاندیزونو سره د نصاب بدلول د هېواد د پوهنې او راتلونکو نسلونو لپاره د اندېښنې وړ او ورانوونکي دي. هغه د افغانستان له خلکو او نړیوالې ټولنې غواړي چې د طالبانو د دې تګلارې پروړاندې غلې پاتې نه شي او پرېنږدي چې افغانستان خپل تور ماضي ته ستون شي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د طالبانو له لوري په ښوونیز نصاب کې د بدلون په تړاو سخته اندیښنه څرګنده کړې ده. د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون سرپرست نعیم نظري له ۸صبح ورځپاڼې سره په مرکه کې د نصاب دا ډول بدلون د تاوتریخوالي او ترهګرۍ بنسټیز کول بولي. ښاغلی نظري په دې باور دی چې دا بدلون پر ښوونې او روزنې او هغه نسل چې له دې نصابه ګټه پورته کوي خورا منفي اغیزې کولای شي. د افغانستان د بشری حقونو د خپلواک کمیسیون سرپرست وایی، د طالبانو د ډلې د ماهیت په درک کولو سره، له هغوی نه د ښه کار تمه نه شي کېدای. هغه وايي چې دا د ملي او نړیوالو ټولنو مسوولیت دی چې اجازه ورنه کړي چې د ټولنیز ژوند په بیلابیلو برخو کې تر دې د زیاتو بدلونونو شاهدان واوسو.

ښاغلی نظري د طالبانو له لوري د ښوونیز نصاب د بدلون پایلې اندېښمنوونکې بولي او وايي چې د طالبانو دغه کړنه د ترهګرۍ او تاوتریخوالي بنسټیز افکار رامنځته کولای شي، د افغانستان په ملي ټولنه کې د لویې ملي تفرقې لامل ګرځېدلای او د افغانستان وضعیت نور هم ګډوډولای شي. له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان اړیکې نورې هم خرابوي، د انسان کرامت ننګوي او د انساني ژوند لپاره فرصتونه محدودوي.» د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون سرپرست زیاتوي:« موږ ډېر اندېښمن یو او له مهمو نړیوالو ادارو لکه یونیسف، یونېسکو او د ملګرو ملتونو له نورو بنسټونو چې په دې برخه کې فعال دي، غواړو چې د نړیوالې ټولنې پر پالیسۍ جوړونکو فشار زیات کړي. ښاغلی نظري له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د اړیکو بیا تعریف غواړي او ټینګار کوي:« د نړیوالې ټولنې اړیکې باید یو ځل بیا تعریف شي او پر دې ډلې باید لا زیات فشارونه واچول شي، څو هغوی په ښوونیز نصاب کې د منفي بدلون په راوستلو سره ونه کړای شي، د تاوتریخوالي، تبعض او د بشري حقونو او ډموکراسۍ ضد مفکورو په بنسټېز کېدو سره ، زموږ د خلکو او هیواد د ترقۍ او پرمختګ لپاره نورې ننګونې رامنځته کوي. د طالبانو دغه پرېکړه د سیمې پر هېوادونو او نړیوالې ټولنې منفي اغېز کولای شي.»

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون سرپرست په دې باور دی، چې طالبانو په دې موده کې د « ملي او نړیوالې ټولنې» هېڅ یوې غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی وړاندې کړی. هغه پر دې ​​خواشیني څرګنده کړه، چې نړیواله ټولنه په داسې یوه ناوړه وضعیت کې هغو میکانیزمونو ته په پام سره، چې په نړیوال نظام کې دي، د منلو وړ اقدام نه کوي.

ښاغلی نظري ټینګار کوي چې نړیواله ټولنه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا، د بشري حقونو شورا او نورې ادارې چې په دې برخه کې فعالیت لري، حساب ورکونې ته د طالبانو د اړ کولو لپاره اغېزمن ګامونه پورته کولای شي. نوموړی زیاتوي: «له بده مرغه تر اوسه له نړیوالې ټولنې نه د افغانانو هیله نه ده پوره شوې او د افغانستان مسألې ته یوازې د سترو قدرتونو د سیاسي ګټو له لیدلوري کتل کیږي او بشري حقونو، ډیموکراټیکو ارزښتونو او هغو مسایلو ته چې د نړیوال امنیت د تامین لپاره د بنسټ او رېښې په توګه پېژندل کیږي، د نړیوالو جوړښتونو او پالیسۍ جوړونکو له لوري لږ پام کیږي. دا ډول تګلارې ډېرې د اندېښنې وړ دي.»

سیاستوال او ډيپلوماتان

د بهرنیو چارو پخوانی وزیر او د افغانستان د اسلامي جمهوریت پخوانی سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا د طالبانو دغه کار ته د «د ځانمرګو د روزنې د مدرسې» نوم ورکړی دی. ښاغلي سیپینتا په یوه ټویټ کې لیکلي: “موږ له یوه پراخ ارتجاعي انقلاب سره مخ یو. داسې انقلاب چې ټولنه به زر کاله شاته بوځي. د ډېرو پخوانیو عقایدو په طرحه کولو سره یې ښځې د ټولنې بې ارزښته څه ته راټېټې کړې او اوس د دغه ښوونیز نصاب په مرسته ټولنه د ځانمرګو د روزنې د مدرسې کچې ته راټېټوي.» ” د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار ټینګار کړی دی چې :« زموږ بچیان د نننۍ او بشري پوهې ترلاسه کولو ته اړتیا لري»

په اتریش کې د افغانستان سفیر، منیژه باختري د طالبانو دغه اقدام د یوې ځانګړې ایډیالوژۍ په ګټه په ښوونیز او تحصیلي نصاب کې د اجېرو کسانو لاسوهنه ګڼلې ده. آغلې باختري زیاته کړې: «د استبدادي او شاته پاتې نظام یوه ځانګړنه د یوې ایډیالوژۍ یا فکر په ګټه په ښوونیز نصاب کې مزردورانه بدلون او لاسوهنه ده.» په ناروې کې د افغانستان سفیره زیاتوي: «د ښوونځیو د ښوونیز نصاب په بدلولو سره طالبان جهالت خپروي او د ناسمو او له انساني ارزښتونو لریو افکارو پر بنسټ د ښوونیز نصاب په جوړولو سره ، د افغانستان د راتلونکو نسلونو د تاوتریخجنې روزنې خطر رامنځته کوي.»

مېرمن باختري ټینګار کړی : زده کوونکي او محصلان حق لري چې د سلفي، دیوبندي، بنسټپالنې او افراطیت په ګډون له هرې ایډیالوژۍ لېرې علم او پوهه زده کړي. له نصابه د یو لړ مضامونونو ایستل د ماشومانو او ځوانانو لپاره لوی عذاب دی. مدني زده کړې او فرهنګ مهم او د ټولنې جوړوونکي مضمونونه دي او د نقاشۍ هنر د انساني استعداد یوه نازکه او ښکلې بڼه ده، چې له حیوانیته یې انسانیت ته د انسان په بدلون کې مهم او په زړه پورې رول لوبولی دی.»

په اتریش کې د افغانستان سفیرې زیاته کړې.« د ژوندي موجود له عکس، مجسمو او رسمي جامو سره د دښمنۍ رېښه د هنر، کلتور او تاریخ په تړاو په ناسم پوهاوي او درک کې ده.» هغې د انسان د بدن د اناټومۍ د انځورونو لېرې کول او جګړې، وينې تويولو او تاوتريخوالي ته د زده کوونکو هڅول د اندېښنې وړ بللي دي. مېرمن باختري ویلي دي: « طالبان د هنر، تمدن او مثبتو انساني تعاملاتو په له منځه وړلو سره د ميليونونو افغانانو د برخليک، کلتور، هنر او انسانيت پر ضد جګړه کوي او بالاخره له موسکا، خوښۍ او ژوند سره دښمني کوي.»

د مخکیني حکومت د بهرنیو چارو د وزارت سلاکار باري سلام د طالبانو له لوري د ښوونیز نصاب د بدلون د طرحې په تړاو غبرګون ښودلی او ویلي یې دي:« د دغه رپوټ په لوستلو سره به مو خوب له سترګو والوځي او هیله به وکړئ چې کاشکې طالبان هلکان هم له ښوونځي او پوهنتونه راوګرځي»

یو شمېر فارسي ژبو رسنیو هم د ۸صبح ورځپاڼې راپور ته انعکاس ورکړی دی. افغانستان انټرنیشنل دغې موضوع ته د ټلویزیوني خپرونو او خبري رپوټونو په جوړولو سره ځانګړی پوښښ ورکړی دی . د بي بي سي فارسي او اطلاعات روز ورځپاڼې چې اوس په جلاوطنۍ کې فعالیت کوي، هم د دغه څېړنیز رپوټ موندنو ته انعکاس ورکړی دی.

د «افغانستان انټرنېشنل» ټلویزوني شبکې د « ښوونځيو لپاره د طالبانو نسخه؛ د وېرې زده کړه او د مرګ پالنه» تر سرلیک لاندې رپوټ خپور کړی او ویلي یې دي، چې ډېری خلک هیله لري چې ښوونځي تړلي پاتې شي. ځکه دوی د طالبانو تر ادارې لاندې ښوونځيو ته د خپلو ماشومانو له لېږلو وېره لري. په رپوټ کې ویل شوي، چې د ځینو مضمونونو د لېرې کولو ترڅنګ، د علمي او تاریخي مفاهیمو په برخه کې جعل شوی دی

د تېر حکومت د پوهنې مرستیال وزیر سردار محمد رحیمي له افغانستان انټرنېشنل سره په مرکه کې وویل: « هغوی « [طالبان] » د افغانستان د پوهنې نصاب په داسې ډول تنظیموي چې زموږ راتلونکي نسلونه په داسې ډول وروزل شي چې طالباني او افراطي مفکورې لري، اصلي ګواښ دلته دی، که دا ښوونیز نصاب په افغانستان کې پلی شي، د افغانستان راتلونکي ته هیڅ هیله نه شي پاتې کېدای.»

بي بي سي فارسي

بي بي سي فارسي په خپل رپوټ کې د ۸صبح ورځپاڼې ځینې موندنې منعکسې کړې دي. د بي بي سي فارسي په رپوټ کې د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د امریکا د ځانګړي څارونکي له قوله چې د ۸صبح په رپوټ کې هم ورته اشاره شوې ده، راغلي: « د طالبانو د پوهنې کمېسیون څرګندوي چې دغه ډله له نصابه د هغه څه لېرې کولو په موخه چې د افغانستان د ښوونځيو په درسي پروګرام کې یې بهرني نفوذ ګڼي، د ښوونیزو بدلونونو په لټه کې ده. » بي بي سي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خولې ویلي: «دا وزارت لا هم داسې شواهد نه لري چې د طالبانو نصاب دې برابر شوی وي»

اطلاعات روز

«اطلاعات روز» ورځپاڼه چې دا مهال په جلاوطنۍ کې فعالیت کوي، په خپل خبري رپوټ کې د طالبانو د ښوونیز نصاب په تړاو د ۸صبح ورځپاڼې موندنې خپرې کړې دي. ورځپاڼې د طالبانو د عصري ښوونځیو د نصاب د بیا کتنې د کمېټې د راپور پر بنسټ لیکلي چې اوسنی نصاب د «کابل ادارې تر څارنې لاندې» جوړ شوی او باید بدل شي. په دغه راپور کې ویل شوي چې د طالبانو بدلونونه «د جهاد عیني بهیر، جګړه او د هېواد ورانول تعبیر شوي دي.»

د ټولنیزو شبکو د کاروونکو غبرګون

د ټولنیزو رسنیو ګڼو کاروونکي د طالبانو د ښوونیز نصاب په تړاو د ۸صبح ورځپاڼې موندنې «د تیارو منشور» بولي. دغو کاروونکو د ۸صبح ورځپاڼې د راپور د موندنو برخې د « تیاره منشور ته نه» په هشټګ سره د ۸صبح ورځپاڼې د موندنو ځينې برخې شریکې کړې او ټینګار کوي چې باید دا مسأله بابېره ونه ګڼل شي.

سید نجیب الله مصعب، چې د ټولنیزو شبکو یو کاروونکی دی، د طالبانو د «عصري ښوونځيو د نصاب د ارزونې کمیټې» د یوه عکس په شریک کولو سره ویلي دي چې : « دا سند د تبعیض، تحجراو پلان شوې ترهګرۍ د مانيفسېټ ښکارندويي کوي.» د طالبانو دغه اقدام باید له پامه ونه غورځول شي. دا سند د ورانولو بنسټ دی.»

د ښځو د حقونو فعالې زرقا یافتلي هم په دې تړاو غبرګون ښودلی دی. هغې پر فیسبوک لیکلي: «هغه څه چې د طالبانو بنسټپالې ډلې د هیواد د ښوونې او روزنې لپاره په پام کې نیولي، د یوه ترهګر، تاوتریخوالي غوښتونکي او د ښځو ضد نسل، د ازادۍ ضد او د ټولو انساني او مدني ارزښتونو د ضد نسل روزل دي». د دې ډول ښوونیز سیسټم زیان به د ښوونځیو تر تړلو ډیر وي.»

د ټولنيزو شبکو ګڼو کاروونکو په دې تړاو غبرګون ښودلی او ويلي يې دي، چې ښوونیز نصاب بايد زده کوونکو ته سالمه روزنه او بېلابېلو کلتورونو ته درناوی ورزده کړي او پر حقوقي او قانوني ارزښتونو یې وپوهوي. د هېوادوالو په باور د طالبانو دا ګام په ټولنه کې افراطیت دودولی او بنسټپالنې ته پراختیا ورکولای شي. د هېوادوالو په اند ښوونیز نصاب باید پوهه او علم تر ټولو ورسوي او دا چاره په باکفیته ښوونیز نصاب او عصري زده کړو سره شونې ده.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

شننه

ښوونیز نصاب؛ د افراطي تفکر د خپرولو لپاره د طالبانو په لاس کې پیاوړې وسیله

۳ مرغومی/جدی ۱۴۰۱ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۲ [t_time:1671871592]
نظرونه او لیدلوری

د افغانستان د ښوونیز نصاب د طالباني کولو ناورین

۲۹ ليندۍ/قوس ۱۴۰۱ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۲ [t_time:1671545209]
شننه

له جغرافیې او اسلامي تاریخ سره د طالبانو ابزاري چلند

۲۸ ليندۍ/قوس ۱۴۰۱ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۲ [t_time:1671458646]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • سرچینو په لوګر کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ اړوند سیمه کې د چاودنې خبر ورکړی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • هغه سیاست چې په میراث راپاتې دی؛ د افغانستان د سیاسي فرهنګ بیاکتنه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینې: په برکي برک کې د طالبانو ولسوال له هټیوالو د سړک د سور د کمولو په بدل کې بډې اخلي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • طالبانو او قرغیزستان د مستقیمې سوداګریزې لارې پر رامنځته کولو خبرې وکړې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.