ذبیحالله مجاهد د سراجالدین حقاني خبرې ته په اشارې سره چې د طالبانو په نظام کې یې د واک له انحصاره شکایت کړی و، ویلي دي: «د اسلامي اخلاقو له مخې باید پر امیر، وزیر یا چارواکي په محرمه او پټه توګه نیوکه وشي.» عبدالحکیم حقاني هم په خپل کتاب کې چې د طالبانو د خوښې وړ سیاسي نظام په اړه یې لیکلی، د منځنیو پېړیو د ځینو محدثینو د خبرو په استناد وایي: «که امام په رعیت باندې ظلم وکړ او د هغوی حقونه ترې واخیستل، پر هغوی دا واجب دي چې صبر وکړي او یوازې په زړه کې له هغه سره مخالف وي. له حاکمانو سره اختلاف باید په زړه کې وي او یا په نرمه او مؤدبه بڼه او ترټولو نرمو خبرو سره وي، ځکه چې له واکمنانو سره خبرې کول له عامو خلکو سره د خبرو کولو په څیر نه دي.»
ملا هبتالله اخوندزاده هم په کابل کې دیني عالمانو ته په خپله وینا کې ټینګار وکړ، چې له واکمنانو سره مخالفت او پر هغوی نیوکې باید په ښکاره په رسنیو کې ونهشي، بلکې باید په پټه وشي. ځکه په رسنیو کې پر حکومت نیوکه کول نظام کمزوری کوي. د دې ډلې فقهې کمیټې هم د بدر الفتاوې په کتاب کې لیکلي دي: «که څوک د دغې ډلې په خلاف تبلیغات وکړي او دغه عمل په مکرر ډول ترسره کړی، باید ووژل شی.»
معلومه نه ده چې ذبیحالله مجاهد او د دې ډلې نور مشران د اخلاقو له علومو سره څومره اشنا دي، خو هغه کسان چې په دې برخه کې تخصص لري، په دې پوهیږي چې پټ نصیحت په خصوصي حوزې پورې اړه لري نه په عمومي حوزې پورې، يعنې هغه څوک چې په خپل شخصي ژوند کې نيمګړتياوې ولري او دا عيبونه نورو ته زيان نه رسوي، بايد د عزت ساتلو لپاره یې په عام محضر کې پرې له نيوکې ډډه وشي او په پټه ورته په نصحیت کولو بسنه وشي. دا مسأله له عمومي موقفونو سره هیڅ تړاو نه لري او هغه کسان پکې شامل نه دي چې په داسې مقام کې دي چې کارونه یې ټول خلک اغېزمنوي؛ لکه د واک انحصار چې سراجالدین ورته اشاره کړې ده. چېرته چې د یو چا چلند د میلیونونو خلکو د ژوند لپاره منفي پایلې ولري، د فقهې د عمومي قواعدو له مخې، د یو شخص ځانګړی مصلحت د اوربشې د دانې هومره ارزښت نه لري. دا هغه څه دي چې په نننۍ نړۍ کې د عمومي برخې او شخصي حریم په توګه سره جلا بلل کیږي.
د طالبانو نظریه ورکوونکي د منځنيو پېړیو د څو فقهاوو نظريات د اسلام معادل ګڼي او بيا د هغو له منځه په انتخاب لاس پورې کوي او هره هغه نظريه چې د طالبانو د استبداد په ګټه وي، د اسلامي اصولو په توګه يې معرفي کوي. په داسې حال کې چې د اسلام پیغمبر ته په معتبرو منسبو احادیثو کې د یوه ظالم واکمن پر وړاندې حق ویل د جهاد ترټولو لوړه درجه بلل شوې ده. اصلي ستونزه دا ده چې هغه څه چې د سیاسي فقهې په نوم پیژندل کیږي، د مینځیو پیړۍ محصول ده چې د استبدادي سلطانانو له خوښې سره سم رامنځته شوې او له همدې امله د «الاحکام السلطانیه» په نوم پیژندل کیږي. په دغو نظرياتو کې د واکمنانو د ظلم او استبداد د مخنيوي لپاره هېڅ داسې حل لاره چې اجرایوي ضمانت ولري، نه ده سنجول شوې او ټول تمرکز يې د خلکو پر اېل کولو او د ظلم منلو ته د هغوی پر اړ کولو شوی دی. په اصل کې د سلطنتي واکمنو د فقهاوو لپاره د استبداد موضوع نه پخوا مسأله وه او نه هم نن.
په نننۍ نړۍ کې پر واکمنانو نیوکه د یوه هېواد د وګړو یو اساسي حق ګڼل کیږي. ځکه چې هغوی د خلکو د خدمت لپاره پرعمومي مقامونو ټاکل کیږي او ټول امتیازات چې ترلاسه کوي یې له همدې امله دي. نو خلک حق لري چې هره کړنه یې وڅاري او پر هره وړه او لویه تېروتنه یې نیوکه وکړي. د عامه افکارو مخې ته نیوکه د استبدادي واکمنانو د اصلاح لپاره د فشار یوازینۍ لاره ده او له دې فشار پرته هېڅ استبدادي واکمن حاضر نه دی چې د چا نصیحت ته غوږ ونیسي.